د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۹
معرفی معین مسلکی

سه شنبه ۱۱/جمادی الآخرة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/قوس/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرستیال، محترم مولوي محمد حامد حسیب، نن سه شنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال، د وزارت مسؤولینو او یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو پکې ګدون کړی وو، معرفي شو.

په یاده غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال، محترم مولوي عارف الله عارف، نوي مسلکي مرستیال او میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د محترم مسلکي معین صاحب په راتګ سره به د وزارت په چارو کې لاښه والی او مؤثریت رامنځته شي.

ښاغلي معین صاحب په خپلو خبرو کې وویل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي امارت په تشکیلاتي جوړښت کې یو له مهمو وزارتونو څخه دی، ځکه چې دغه وزارت په هېواد کې د جوماتونو د منابرو، د جُمعې د خُطبو، د قاریانو د روزنې، د دیني تعلیماتو ‏د تنظیم، د امامانو د تدریب، د اسلامي علومو د تدقیق او مطالعاتو، د حج او عمرې له لارې د دین د نفاذ او د ملت د سالم تربیت په موخه مهم او پراخ خدمات ترسره کوي او دا هغه څه دي چې اسلامي نظام یې غوښتنه کوي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې یادې چارې د وزارت د مسلکي معینیت له اساسي دندو څخه دي او دغه معینیت د همدغو مهمو مسؤولیتونو د ترسره کولو لپاره د وزارت په تشکیل کې رامنځته شوی دی.

ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالباري عاطف خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اشغالګرو هېوادونو په مقابل کې د اسلامي امارت د بریا راز د مشرانو او مسؤولینو اطاعت دی او د امارت هېڅ مسؤول پر دنده د ټاکل کېدو او یا ورڅخه د لرې کېدو په اړه شکایت نه کوي، بلکې په بشپړ اخلاص او اطاعت سره خدمت ترسره کوي.

نوموړي همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو په برخو کې د وزارت د هڅو او خدماتو ستاینه وکړه او ورپسې یې د نوي مسلکي مرستیال ‏د ټاکنې په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی حکم ولوست.

تر هغې وروسته نوي مسلکي مرستیال، ښاغلي مولوي محمد حامد حسیب وینا وکړه او د اسلامي امارت د مشرتابه له عالي مقام څخه یې پر دوی د باور او اعتماد مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مساجدو غوره فعالیت، دمنبر او محراب مؤثره کارونه او د ملت سالم تربیت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤولیت دی او کوښښ به کوو چې ددې دروند مسؤولیت د ترسره کولو لپاره د محترم وزیر صاحب د هدایت او د وزارت د نورو مشرانو او مسلکي ریاستونو په همکارۍ شپه او ورځ خدمت وکړو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۲۱:۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او روزنیز سمینارونه د هېواد په څلورو پروازي زونونو کې پای ته ورسېدل

یکشنبه، ۱۸/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۶/ حمل/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حاجیانو د معلمینو او د بعثې اعضاوو ګډ پنځه ورځني ښوونیز او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

BACK TO NEWS