پیام تبریکیه وزارت ارشاد، حج واوقاف بمناسبت حلول سال 1442هجری قمری
![محرم](/sites/default/files/2020-08/118255255_2023629917781383_2099707401835023458_o.jpg)
کل عام وانتم بخیر
د ١٤٤٢ هجري قمري کال د رارسېدو په مناسبت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پیغام
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري او منسوبین اصالتاً له خپل اړخه او وکالتاً د هېواد د دیني علماوو، د جوماتونو امامانو، خطیبانو او حسینیه وو په استازیتوب د ١٤٤٢ هجري قمري کال د رارسېدو په مناسبت د هېواد جلالتمآب جمهور رییس د دولت لوړ پوړو چارواکو، د مصاحې عالي شورا رییس او غړو، قاضي القضات او د سترې محکمې غړو د دواړو جرګو(ولسي جرګه او مشرانو جرګه) رییسانو او غړو د بودیجوي واحدونو رییسانو، خپلواکو کمیسیونونو، ملي، دفاعي او امنیتي منسوبینو، د افغانستان مسلمان او متدین ملت، اسلامي هېوادونو او د نړۍ ټول مسلمان ملت ته د زړه کومې مبارکي وايي.
د الله جل جلاله له دربار څخه غواړو چې دغه کال په ګران هېواد افغانستان کې د جګړې پای، یوې تلپاتې سولې، سراسری امنیت، د وحدت او ورورولۍ، د افغانانو او د نړۍ مسلمانانو لپاره د سوکالۍ او ارامۍ کال وي.