افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
عرفات

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي ۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي ترڅو تر لمر لوېدو پورې ټوله ورځ په دعاء، عبادات او قران کریم تلاوت تېره کړي، د دغو حاجیانو په منځ کې د افغانستان حاجیان هم شامل دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په منظمه همغږۍ او په خپل ټاکلي وخت سره د عرفات میدان ته رسولي دي او دا مهال د دعاء، استغفار او عبادت په حال کې دي. د افغانستان  اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په عرفات کې افغان حاجیانو ته ډاډ ورکړ چې پوره دېرش زره افغان حاجیان په خوندي او منظم ډول عرفات ته رارسېدلي دي او د هغوی لپاره ټول اړین خدمات په ښه ډول برابر شوي دي او همدارنګه  د افغان حاجیانو معلمین  هم د خیمو دننه د عرفې د ورځې ارزښت او فضیلت بیانوي او حاجیان د توبې، دعاء او بښنې لپاره هڅوي. د یادونې وړ ده چې ټول حاجیان به تر ماښام پورې په عرفات کې په عبادت او دعاء بوخت وي او  تر لمر لوېدو وروسته به مزدلفې ته روانیږي، هلته به د شپې لمونځونه، ذکرونه او د جمراتو لپاره  کاڼې راټول کړي او سهار وختي د لمر خاته سره سم به د جمرات (شیطان) وېشتلو په لور روان شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي ۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
Background image

وزیر ارشاد،حج و اوقاف از خیمه های منیٰ و عرفات درمشاعر بازدید نمودند

سه شنبه ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق،مطابق ۱۳ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب وزیر ارشاد،حج و اوقاف امارت اسلامی افغانستان و رئیس عمومی بعثهٔ حج در عربستان سعودی بخاطر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

جلسه هماهنگی در خصوص حجاج کشور فی ما بین معین اداری و مالی وزارت ارشاد،حج و اوقاف و مسئولین موسسه جنوب آسیا در مکه مکرمه برگزار گردید.

دوشنبه ۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۲ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

محترم مولوی عارف الله عارف معین اداری و مالی وزارت ارشاد حج و اوقاف امارت اسلامی افغانستان و مسئولین بعثه حج کشوربا مسئولین. . .

BACK TO NEWS