افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
عرفات

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي ترڅو تر لمر لوېدو پورې ټوله ورځ په دعاء، عبادات او قران کریم تلاوت تېره کړي، د دغو حاجیانو په منځ کې د افغانستان حاجیان هم شامل دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په منظمه همغږۍ او په خپل ټاکلي وخت سره د عرفات میدان ته رسولي دي او دا مهال د دعاء، استغفار او عبادت په حال کې دي. د افغانستان  اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب په عرفات کې افغان حاجیانو ته ډاډ ورکړ چې پوره دېرش زره افغان حاجیان په خوندي او منظم ډول عرفات ته رارسېدلي دي او د هغوی لپاره ټول اړین خدمات په ښه ډول برابر شوي دي او همدارنګه  د افغان حاجیانو معلمین  هم د خیمو دننه د عرفې د ورځې ارزښت او فضیلت بیانوي او حاجیان د توبې، دعاء او بښنې لپاره هڅوي. د یادونې وړ ده چې ټول حاجیان به تر ماښام پورې په عرفات کې په عبادت او دعاء بوخت وي او  تر لمر لوېدو وروسته به مزدلفې ته روانیږي، هلته به د شپې لمونځونه، ذکرونه او د جمراتو لپاره  کاڼې راټول کړي او سهار وختي د لمر خاته سره سم به د جمرات (شیطان) وېشتلو په لور روان شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS