د ارشاد حج او اوقافو وزارت د کروناویروس څخه د مخنیوي لپاره خبري غونډه وکړه!

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۱:۵۲
غونده

دغه غونډه چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه ګڼ شمیر رسنیو په کې ګډون کړی ؤ؛ مولوي عبدالحکیم منیب د ارشاد حج او اوقافو وزیر په دغه خبري غونډه کې د یاد ویروس څخه مخنیوي په خاطر د دغه وزارت په رسالت او ترسره کړو فعالیتونو باندې رڼا واچوله نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې تر اوسه دوی په جوماتونو کې د خطباوو په واسطه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی همدارنګه یې له ولسمشر غني څخه هم مننه وکړه چې په دې برخه کې مخکې له مخکې د وړاندوینې په نتیجه کې اړوندو ارګانونو ته د یاد ویروس سره د مبارزې په خاطر د چمتوالي حکم کړی ؤ.
ښاغلي منیب په خپلو خبرو کې د یاد ویروس څخه د مخنیوي په خاطر د مادي او معنوي لارو یادونه وکړه؛ سربیره په هغه مادي لارو چې د عامې روغتیا وزارت لخوا د خلکو سره شریکې شوې دي په معنوي علاج یې هم ټینګار وکړ چې په دې برخه کې لوی خدای ج ته رجوع کول د تهجدو لمونځونه ادا کول او همدارنګه په خضوع او خشوع سره عبادت کول د بدن دفاعي قوت زیاتوي چې په واسطه به یې د کروناویروس په مقابل کې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی شي.

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې روغتیا ته پاملرنه د شریعت له اساساتو څخه ده په همدې اساس هغه کسان چې په زکام او نورو مشکوکو ناروغیو اخته وي د ځان او ټولنې څخه د احتمالي خطر دفع کولو په موخه دې جوماتونو ته نه ځي، خلک دې اودسونه په کورونو کې کوي او سنت دې هم په کورونو کې ادا کوي، د جمعې په لمانځه کې دې خطیبان یواځې په عربي ژبه خطبې ویلو باندې اکتفاء وکړي، د اوږدو تقریرونو پر ځای دې خلکو ته په لنډو الفاظو کې عامه پوهاوی ورکړل شي. د څه مودې لپاره دې په جوماتونو کې د فاتحو مراسم نه تر سره کېږي او د بې ځایه غیری ضروري تجمعاتو مخنیوی دې وشي. د دې تر څنګ یې وویل چې د ستړي مشي په وخت کې دې خلک یو بل ته لاسو نه ورکوي. ښاغلي منیب په خپلو خبرو کې امامانو او خطباوو ته لارښونه وکړه چې خلک دې وهڅوي چې په جوماتونو کې د مکروب ضد مواد اماده کړي. له دولت څخه یې وغوښتل چې د امکان په صورت کې دې ټول جوماتونه د مکروب ضد موادو په واسطه دواپاشي کړي.

همدارنګه یې د مخابراتي شبکو څخه عوښتنه وکړه چې په وړیا ډول دې خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه صوتي او کتبې پیغامونه ورسويله د سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د اخلاقي او دیني مسؤلییت له مخې دې د احتکار او نرخونو لوړولو څخه مخنیوي وکړي ځکه چې خلک د نرخونو د لوړیدولوپه صورت کې خپل روحیه له لاسه ورکوي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په یادو برخو کې د هیواد له علماوو سره وخت په وخت مشورې کوي چې د اړتیا په صورت کې به لازم تصمیمونه ونیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۹:۴۲
Background image

وزیر ارشاد، حج و اوقاف با تعدادی از شخصیت های علمی و فرهنگی افغان های خارج از کشور دیدار و گفتگو کرد

چهارشنبه ۸ شوال ۱۴۴۵ هجری قمری (۲۹ حمال ۱۴۰۳ هجری قمری)

شیخ‌الحدیث سرمحقق دکتور مولوی نور محمد ثاقب وزیر محترم ارشاد، حج و اوقاف، در دفترکار خود با تعدادی از شخصیت های علمی و فرهنگی. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

از سوی وزارت ارشاد، حج و اوقاف دوره های ترجمه و تفسیر قرآنکریم در(۲۶۰) مرکز بزرگ نظامی مع الخیر اختتام یافت

پنجشنبه ۲۵ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱۶ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

به اساس حکم مقام عالی ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان تحت رهبری وزارت ارشاد، حج و اوقاف در (۲۶۰)مرکز بزرگ نظامی و رادیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

وزیر ارشاد، حج و اوقاف طی کنفرانس خبری سهمیه و مصارف حجاج سال روان را اعلان نمودند

سه شنبه ۱۶ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۷ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

کابل، افغانستان: امروز وزیر ارشاد، حج و اوقاف طی کنفرانس خبری که در مرکز رسانه های حکومت، دایر گردیده بود سهمیه حج سال ۱۴۴۵ هـ ق. . .

BACK TO NEWS