د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس ښاغلي محمد عمر اخندزاده باندې د ترورستي برید په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه!

bakhshi_admin
Thu, Dec 24 2020 12:32 PM
اعلامیه

نن سهار د هېواد او دین قسم خوړلو دښمنانو د هېواد جید عالم او د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس ښاغلي محمد عمر اخندزاده پر موټر باندې تروریستي برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې نوموړي ټپي او د هغه ډرېور شهید شو.

انا لله و انا الیه راجعون

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هيئت د یادې پېښې شهید ته فردوس جنت او ښاغلي اخند زاده د الله تعالی له دربار څخه عاجله شِفاء او له کورنیو سره یې په دې غم کې ځان شریک بولي.

ښاغلی محمد عمر اخند زاده د کندهار ولس معزز، خدمتګار دی او د شکر ځای دی چې له دې وحشیانه بریده روغ وتلی دی.

دا چې په هېواد کې د سولي خبري حساس پړاو کې رواني دي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هيئت په دیني عالمانو او بې ګناه وګړو دا ډول غیر اسلامي او وحشیانه بریدونه چې هيڅ ديني توجيه نه لري په کلکو ټکو غندي.

هيله لرو، چې دپيښي عاملين د امنيتي او کشفي ادارو له لوري د قانون منګولو ته وسپارل شي، ترڅو دخپلو اعمالو په سزا ورسيږي .

محمد قاسم حلیمي

د ارشاد، حج او اوقافو وزير

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS