د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین

bakhshi_admin
Sat, Mar 13 2021 2:22 PM
نهال شانی

پنجشنبه ٢١ د کب ١٣٩٩

کابل: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په کوربه توب د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په ګډه همکارۍ د کابل ښار په جوماتونو او مدرسو کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د رسنیو په حضور کې پیل کړ.

په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: موږ ټول د خیر رسولو لپاره خلق شوي یو. په همدې موخه ټول هېوادوال دې د پاکې هوا او سمسور چاپېیال لپاره په کور کې د ننه او له کور څخه د باندې یو یو نیالګی د ثواب په نیت کېنوي؛ تر څو هغه انسانان، الوتونکي او حیوانات چې استفاده ترې کوي ثواب یې تاسو ورسېږي.

دغه راز ښاغلي حلیمي د هېواد په ټولو علماوو غږ وکړ، چې سر له نن د کب له (٢١)مې نېټې څخه په ټولو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو لپاره خلک و هڅوي او د نیالګیو په کېنولو، پاللو او روزلو کې ورسره مرسته وکړي.

ورپسې د چاپېریال ساتنې ملې ادارې عمومي رییس ښاغلي شاه زمان میوندي خبرې وکړې.

نوموړي وویل: موږ هڅه کوو، چې هر کال ډېر شمېر ونې کېنوو، تر څو هېوادوالو ته د پاکې هوا په رسولو او تولید کې مرسته وکړو.

نوموړي زیاته کړه: که موږ غواړو چې پاک او سالم چاپېریال او زرغون هېواد ولرو، نو لازمه ده، چې سره بسیج شو او د سمسور هېواد لپاره نیالګي کېنوو.

د غونډې په پای کې د ښاغلي حلیمي، ښاغلي میوندي او علماءکرامو له لوري د سولې په نوم نیالګي هم کېنول شول.

همدارنګه په دې غونډه کې تنکي ماشومان هم د ښې راتلونکې په موخه د هغوی استعدادونه وستایل شول او په لاسونو یې نویو نیالګیو ته اوبه ورکړل شوې.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS