د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تاریخچه

د افغاني ټولنې د مهمې اړتیا او د وخت حکومت د پرېکړې پراساس په 1349 هجري لمریز کال کې د لومړي ځل لپاره د اوقافو په نوم یوه لویه اداره د عدلیې جلیله وزارت په چوکاټ کې د غیر انتفاعي عام المنفعه تصدي په توګه رامینځته شوه او لومړی ځل یې په مکروریانو کې په کرایي ودانۍ کې خپل فعالیت پیل کړ . ددې ادارې کار )د اوقافي ملکیتونواو جایدادونو ثبت او راجسترکول، د اوقافي املاکو ترلاسه کول، د مقدسه ځایونو، زیارتونو منقول او غیر منقول مالونو او جوماتونو د چارو انسجام او تنظیم( و.

د اوقافو د عالي ادارې افتخاري رییس د وخت پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه و. او ددې ادارې چارې سید حکیم" کټوازی " سمبالولې چې په ولایتونوکې د څارنوالانو له لوري د دې ادارې اړوند چارې اداره کېدلې. په 1352 هجري لمریز کال کله چې شاهي رژیم په جمهوري نظام بدلون وموند، دا اداره د صدارت په تشکیل کې مدغم شوه او په دوه عمومي مدیریتونو بدله شوه، چې یو د اوقافو عمومي مدیریت او بل د حج عمومي مدیریت و. په 1357 هجري لمریز کال کې زین الله " منلی " یې د اجرایوي رییس په توګه وګمارل شو او په 1358 هجري

لمریز کال کې یادې ادارې ارتقاء وکړه او د شٶون اسلامي ریاست په نوم ونومول شوه. دوکتور سعید افغاني د شٶون اسلامي لومړی رییس وټاکل شو او په دغه وخت کې یې د شٶون اسلامي ریاست له بودجې څخه د وزارت اوسنۍ ودانۍ په بیه واخیسته او د شٶون اسلامي ریاست هلته ځای پرځای شو .

په 1362 هجري لمریز کال د شٶون اسلامي ریاست په شٶون اسلامي وزارت تبدیل شو او عبدالولي " حجت " د لومړي ځل لپاره د دې وزارت وزیر وټاکل شو او د هغه له استعفا وروسته عبدالجمیل " قریشي، صدیق " سیلاني " ، عبدالغفور " باهر " ، مولوي ارسلا " رحماني " او سخي داد " فایز " په پرلپسې توګه د شٶون اسلامي وزارت د وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې.

په 1376 هجري لمریز کال کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دا وزارت تنزیل او د حج او اوقافو د معینیت په نوم د عدلیې وزارت په تشکیل کې شامل شو. دغه وخت د علماوو او روحانیونو شورا هم ددې معینیت په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کاوه .

په 1378 هجري لمریز کال کې د دوېیم ځل لپاره یاد معینیت په حج او اوقافو وزارت تبدیل شو، چې مولوي

عبدالشکور، حافظ محب الله او سید غیاث الدین آغا په ترتیب سره په دغه وزارت کې د وزیرانو په توګه دنده ترسره کړه.

په 1381 هجري لمریز کال کې د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت ریاست ته تنزیل او د اسلامي ارشاد تر عنوان لاندې د حج او اوقافووزارت په تشکیل کې مدغم شو او یاد وزارت د ارشاد، حج او اوقافو په نوم ونومول شو، چې مولوي محمد حنیف " بلخي، محمد امین " ناصریار " پوهاند نعمت الله " شهراني " او محمد صدیق " چکري " په پرلپسې ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر په توګه د وزارت چارې پرمخ یوړلې.

د 1388 هجري لمریز کال را پدېخوا ډاکټرمحمد یوسف " نیازی " ، فیض محمد " عثماني " او مولوي عبدالحکیم " منیب " د ارشاد ، حج او اوقافووزارت د وزیر په توګه خپلې دندې ترسره کړې.

په 1399 هجري لمریز کال کې محمد قاسم حلیمي د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د عالي مقام له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست په توګه معرفي شو، چې د 1399 هجري لمریز کال د لیندۍ میاستې په لومړیوکې یې د ملت استازو له لوري د باور رایې د ترلاسه کولو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر په توګه دنده پیل کړه.

د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت له لومړیو مرحلو راهیسې، د اوقافو، حج او زیارت، د جوماتونوانسجام او نشراتود تنظیم اړونده چارې پرمخ وړلې او ددې ترڅنګ زموږ د افغاني او سنتي ټولنې له اړتیا سره سم په نورو برخو کې ځینې ریاستونه لکه )د قاریانو چارو د انسجام ریاست، د اسنادو او اړیکو ریاست، د پالیسي او انسجام ریاست، اداري او مالي ریاست( ددي وزارت په تشکیل کې زیات شول ، چې اوسمهال د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت یو وزیر، څلور مرستیالان ، شپږ سلاکاران په داخل د تشکیل کې او پنځه سلاکاران له تشکیل څخه د باندې لري، چې معاشونه یې د اقتصاد وزارت له لوري ورکول کیږي .

همدارنګه د سترې محکمې د احتساب ریاست له یو ځاى کېدو سره ددې وزارت د مرکز ي ریاستونو شمېر) 23 ) درویشتو ریاستونو ته رسېږي او دوه امریتونه لري. چې په ټول هېواد کې د ارشاد، حج او اواقافو وزارت د جوماتونو د امامانو، خطیبانو، حسینیه وو او د تکایاوو مسؤلینو په ګډون ټول) 8330 ) کسان په دې وزارت کې په دندو بوخت دي.

ددې سربېره یو شمیر نور ریاستونه هم د اړتیا پراساس پدې وزارت کې جذب شوي، چې پدې برخه کې د تحقیقاتو او اسلامي علومو ریاست او د علمي مجمعې ریاست د یادولو وړ دي. دغه راز د وزارت دویمي واحدونه هم د ارشاد ، حج او اوقافو ریاستونو ترنامه لاندې په ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي.