د عبدالله ابن مسعود د جامعه د ( تخصص فی الافتاء و القضاء) دویمې دورې د فارغانو د فراغت مراسم د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې ترسره شول.
پنجشنبه، ۱۴۴۳ قمري کال د شعبانالمعظم میاشتې ۲۸ مه
دغه غونډه چې د مرکزي دارالافتاء د فقهې او تخصصي کمیسیون له خوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په همکارۍ جوړه شوې وه، ا.ا.ا د کابینې غړو، مجاهدینو او یو شمیر شیخانو، مفتیانو او علماوو په کې ګډون درلود. یاد مراسم د وزیر محمد اکبرخان جامع جومات خطیب لخوا د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزیر شیخ الحدیث محمد خالد حنفي، د کډوالو چارو وزارت وزیر حاجي خلیل الله حقاني، د تخصص فی الافتاء و القضاء استاد شیخ الحدیث مولوي نقیب الله خبرې وکړې.
نوموړو قاضیانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اسلامي ارشاداتو د ترلاسه کولو په برخه کې د دیني علماوو د رول او مقام په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د تخصص په ترلاسه کولو سره به د ټولنې او دین پر وړاندې مسوولیتونه زیات شو.
شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د خپلو خبرو په سر کې مفتیانو او قاضیانو ته د فراغت مبارکي وویله ترڅنګ د هغوی کورنیو، د اسلامي امارت مشرتابه او د افغانستان ټول مسلمان ملت ته یې مبارکي وویله. ښاغلی ثاقب زیاته کړه، دا د علماء کرامو او مجاهدینو لپاره د ویاړ ده چې د ا.ا.ا د نظام تر چتر لاندې دا ډول شاندار مراسم ترسره کیږي. دا لاسته راوړنه د دوی د کلونو زحمتونو او قربانیو پایله ده.
هغه زیاته کړه، د علم او پوهې برکت د الله تعالی له طرفه د بندګانو لپاره مصیبت او لوی امتحان دی او علم له عمل سره یو له بل سره اړین دی. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د دې روښانې حلقې فارغانو ته په خطاب کې وویل، د خدای شکر دی چې اوس زموږ په هېواد کې اسلامي نظام رامنځته شوی دی. او په دې نظام کې د مفتیانو او قاضیانو اړتیا تر ټولو زیاته محسوسیږي.
لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې اوسنی اسلامي نظام له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، نو د دې د پياوړتيا لپاره په عاجله توګه په خپلو تخصصي برخو کې د خدمت مصدر وګرځئ.
د مراسمو په پای کې قاضیانو او مفتیانو ته د فضلیت دستارونه ور پسر کړای شوه او غونډه د دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.