د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تېر یو کال لاس ته راوړنې له ملت سره شریکې کړې.

bakhshi_admin
Tue, Sep 06 2022 2:59 PM
وزارت ارشاد، حج و اوقاف فعالیت های یک ساله اش را با ملت در میان گذاشت

۹، صفر ۱۴۴۴ ه‍ ق (۱۴ سنبله ۱۴۰۱) ه‍ ش

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې غونډې له لارې له ولس سره شریکې کړې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف په دغه خبري غونده کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وویل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په څلورو برخو کې مهم او اړین کارونه ترسره کړي هغه زیاته کړه، دا وزارت له دریو معینتونو، (۵۸) مرکزي او ولایتي ریاستونو څخه جوړ دی. او د دغه وزارت ټول فعالیتونه په څلورو برخو (ارشادي  برنامه، د حج برنامه، د اوقافو برنامه او مالي او اداري برنامه) کې خلاصه شوي دي.

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په ۱۴۴۳ هجري لمریز کال کې (۹۸۷۴) بستونه لري چې په هغو کې کارکونکی، کارمندان او د دیني چارو (خطیبان، ملا امام، مؤذن او د جوماتو ساتونکي) شامل دي.

د مالي او ادارې مرستیال زیاته کړه، د اسلامي دعوت او ارشاد، د شرعي احکامو په رڼا کې د دیني مسائلو حل او له اړوندو ریاست سره په بشپړه همغږي کې د حل لارې چارې پرمخ وړل کیږي.

ښاغلي عارف وویل، چې د فتواوو صادرول، د کتابونو لیکل، او د جمعې د خطبو جوړول او توزیع کول، د علمي مقالو لیکل، د غونډو، جلسو او ورکشاپونو تنظیمول، له جوماتونو او حسینو څخه مدیریت او څارنه، د وزارت په سطحه د چاپي، نشراتي مواد چاپ او ویشل، د مختلفو علمي اثارو، تالیف، ترجمه او بیا کتنه، د روژې په مبارکه میاشت کې د ارشاد، حج اوقافو وزارت ځینو مهمو برنامو جوړول، د مدارسو او دارالحفاظونو انسجام هغه موارد دي چې اسلامي امارت له راتګ وروسته په ارشادي برخه کې ترسره شوي دي.

محترم مولوي عارف الله عارف د حج پروسې مديريت او تنظيم د دغه وزارت يو له مهمو او له ننګونو ډک بهير وباله او ويې ويل، چې په روان کال کې دغه وزارت په دې برخه کې لا ښه تدبيرونه نيولي وه. او دغه بهیر د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب، د اسلامي امارت د عالي مقام مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د حج د ملي کمیټې غړو او مسؤلینو په هلو ځلو او د دغه وزارت د کارکوونکو او د خدای په مرسته دغه بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

ښاغلي عارف دا هم وویل، چې دغه وزارت سږ کال په مرکز او ولایتونو کې اوقافي ملکیتونو څخه د ۸۲ میلیونه، ۵ لکه او ۲۴ زره او ۸۴۰ افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د لارښوونې او د مالیې وزارت د غوښتنې په اساس د ۱۴۰۱ کال لپاره ددې وزارت انکشافي پروژې ترتیب او رسما د مالیې وزارت ته سپارل شوې ترڅو د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې په فرمان کې شامل شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS