د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال حاجیانو ته د حج لګښتونو څخه د پاتې پیسو د ورکړې بهېر عملا پيل شو.

bakhshi_admin
Tue, Sep 13 2022 12:09 PM
آغاز توزیع پول

د روان ۱۴۴۳ کال حاجیانو ته د لګښتونو څخه د پاتې پیسو د ورکړې بهېر نن عملا په کابل او ولایتونو کې پيل شو.

د کابل ښار مرکزي زون د حاجیانو مجتمع څخه زموږ د خبریال د معلوماتو له مخې چې ددغو پیسو د ورکړې بهیر نن په کابل ښار کې د پروازونو شمېرې او ټاکل شوي جدول له مخې پیل شو.

نن د کابل ښار بېلابېلو ناحیو حاجیانو د پرواز له لومړۍ شمېرې څخه تر ۴۰۰ شمېرې پورې د حاجیانو مجتمع ته راغلي  او د خپلو پاتې پيسو د ترلاسه کولو په موخه په منظم صفونو کې ولاړ دي.

د ارشاد، حج اوقافو وزارت د خبریال سره په خبرو کې ځینو افغان حاجیان ددغه کار څخه خوښې ښودلې او ویلي یې دي چې دا لومړي ځل دی چې د حج په مراسمو کې د ډېر ښه شفافیت او حساب ورکونې شاهدان یو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS