د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
اطلاعیه

لکه څنګه چې زمونږ هیوادوال خبر دي، چې د جمعې په  ورځ د روان کال د سنبلې میاشتې ۲۵ مې نیټې سره سمون خوري، د انسان اختطافګرو یوې ډلې غوښتل چې زمونږ یو هیوادوال اختطاف کړی له نیکه مرغه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو لخوا ونیول شول.

د دې ډلې يو تن د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې ځان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو کارکونکي معرفي کړی دی. د هغو څېړنو له مخې، چې د ياد شوي کس په اړه ترسره شوي دي، نوموړى پخوا د لنډې مودې لپاره د يوه اوقافي ملکیت د ساتونکي په توګه په دنده ګومارل شوى و او بيا له دندې ګوښه شوى و.

دا وزارت په صراحت سره اعلان کوي، چې دغه کس نه  رسمي مامور دی او نه قراردادی کارمند دی یاده موضوع د دغه وزارت د رهبرۍ تر څېړنې لاندې ده،  د څېړنو له ترسره کېدو وروسته به هغه کس چې مخکې یې یاد کس د ساتونکي په توګه معرفي کړی دی تر څېړنو لاندې او مجازات شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني سکتور له مهمو بنسټونو څخه ده،  د اسلامي شریعت خلاف دغه ډول کړنې په کلکو ټکو غندي او د هېوادوالو د سرتاسري خوندیتوب په موخه د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او مجاهدینو د زړورتیا او هلو ځلو ستاینه کوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest announcements

Mon, Mar 02 2026 11:18 AM
Background image

MOHIA Announcement

The Higher Institute of Qira’at of the Ministry MOHIA, which is the first official authority in Afghanistan authorized to grant specialization in the Seven and Ten Qira’at (Qira’at Sab . . .

Mon, Feb 02 2026 10:49 AM
Background image

MOHIA Announcement

The Ministry of MOHIA intends to auction off five (5) units of its scrap vehicles on 20/11/1404 (Solar Hijri) at 10:00 a.m., in the presence of the duly assigned auction committee.

Not . . .

Sat, Jan 31 2026 9:42 AM
Background image

MOHIA Announcement

A press conference of the Ministry of MOHIA is scheduled to be held today, Saturday, 11 Dalw 1404 (Solar Hijri), at the Government Information and Media Center.

Therefore, respected . . .

Back to announcements