د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!
لکه څنګه چې زمونږ هیوادوال خبر دي، چې د جمعې په ورځ د روان کال د سنبلې میاشتې ۲۵ مې نیټې سره سمون خوري، د انسان اختطافګرو یوې ډلې غوښتل چې زمونږ یو هیوادوال اختطاف کړی له نیکه مرغه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو لخوا ونیول شول.
د دې ډلې يو تن د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې ځان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو کارکونکي معرفي کړی دی. د هغو څېړنو له مخې، چې د ياد شوي کس په اړه ترسره شوي دي، نوموړى پخوا د لنډې مودې لپاره د يوه اوقافي ملکیت د ساتونکي په توګه په دنده ګومارل شوى و او بيا له دندې ګوښه شوى و.
دا وزارت په صراحت سره اعلان کوي، چې دغه کس نه رسمي مامور دی او نه قراردادی کارمند دی یاده موضوع د دغه وزارت د رهبرۍ تر څېړنې لاندې ده، د څېړنو له ترسره کېدو وروسته به هغه کس چې مخکې یې یاد کس د ساتونکي په توګه معرفي کړی دی تر څېړنو لاندې او مجازات شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني سکتور له مهمو بنسټونو څخه ده، د اسلامي شریعت خلاف دغه ډول کړنې په کلکو ټکو غندي او د هېوادوالو د سرتاسري خوندیتوب په موخه د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو او مجاهدینو د زړورتیا او هلو ځلو ستاینه کوي.