په کابل کې د جوماتونو امامانو خالي بستونو لپاره د ازادي سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.

bakhshi_admin
Sun, Oct 02 2022 9:17 AM
امتحان امامان

شنبه۵ ربیع‌الأول۱۴۴۴ ه‍ ق (٩ میزان ۱۴۰۱ ه‍ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د کابل ښار د جوماتونو امامانو د خالي بستونو لپاره د ازادي سیالۍ له لاري ازموینه پیل کړه او نن له غرمې مخکې یادو بستونو ته نوماندانو او دیني علماوو هم په کې شامل وو، چې په دې ازموینه کې ګډون وکړ

دغه ازموينه ديوه ځانګړي کمېسيون ترڅارنې لاندې جوړه شوې ده، چې غړي يې دمرکزي ریاستونو رئیسان او مشرۍ یې دارشاد، حج اواوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال په غاړه لری

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال او د ازموینې د کمیسیون سرپرست مولوي عارف الله عارف، د عملي مجمع رئیس مفتي نعمان ثاقب او د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام رئیس مفتي عبدالحمید شهید د ازموينې بهير دڅارنې پرمهال دازموينې دبهير په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته يې په دغه پروسه کې دشفافيت ډاډ ورکړ

په دې ازموينه کې له(۲۵۰) تنو څخه زياتوعلماء کرامو برخه اخيستې وه او هغه علماء کرام چې په دې ازموينه کې بريالي شي د کابل ښار د امامت په خالي بستونو کې به په دندو وګمارل شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sun, Jun 09 2024 10:40 AM
Background image

Saturday, 2nd of Dhu al-Hijjah, 1445 AH, corresponding to 19th of Jumada al-Thani, 1403

The airplane carrying the last batch of Afghan pilgrims took off from Kandahar International Airport to Jeddah International Airport.

Thanks to the Ministry of MOHIA of the Islamic. . .

Wed, Jun 05 2024 11:32 AM
Background image

Wednesday, 27th of Dhu al-Qi'dah, 1445 corresponding to 15th of Jumada al-Thani, 1403

The Sheikhul Hadith,Dr. Noor Muhammad "Saqib," Minister of MOHIA, met with Muhammad Yusuf Kalla, Chairman of the Council for National Awakening and Mosques and former Vice President of. . .

BACK TO NEWS