د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له مدیرانو سره ناسته ترسره کړه.

bakhshi_admin
Mon, Dec 05 2022 10:12 AM
معین اداری

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له مدیرانو سره ناسته ترسره کړه. ۹ جمادی الأول ۱۴۴۴ هـ ق (۱۲، قوس ۱۴۰۱ هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او مذهبي ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، د داخلي تفتیش رئیس مولوي حمدالله آخندزاده، د عمومي اوقافو آمر مولوي عبدالباقی عاصم او د خانقاوو عمومي مدیر مولوي سید احمد مدني د اداري چارو د لاښه سمون په موخه د بلخ ولایت اړوند ټولو ولسوالیو له مدیرانو سره غونډه ترسره کړه. یاده غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، په پیل کې له ټولو مدیرانو څخه نوبت په نوبت ځینې پوښتنې وشوې. ورپسې بیا ښاغلی منصور د ټولو مدیرانو ته له مراجعینو سره د ښه تعامل، په سپارل شوو دندو کې د پوره شفافیت، اخلاص او صداقت لارښوونې وکړﺉ. همدا راز نوموړي د ټولو ولسوالیو د مدیرانو ستونزي او مشکلات واوریدل او دوی ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. د غونډې په پای کې ټولو مدیرانو ژمنه وکړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مقام د پاليسۍ مطابق به خپل وظايف په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS