استاد عبدالله شاهد السمرقندی د هیواد شهیر قاری په سعودی عربستان کی استوکن د وزارت درهبری له لوری وستایل شو.

bakhshi_admin
Mon, Jul 01 2019 6:07 PM
تقدیر قاری

استاد عبدالله شاهدالسمرقندی دهېواد شهیر قاری په سعودی عربستان کې استوګن نن دارشاد، حج اواوقافو وزارت د رهبرئ له لورې د وزارت په مقرکې وستایل شو. دوشنبه دچنګاښ 10 نېټه استادعبدالله السمرقندی په دې موخه وستائل شو چې په زده کړو او قرآني علمي درجی دترلاسه له امله نن دارشاد، حج اواوقافو وزیرمولوي عبدالحکیم منیب په دفتر غونډه چمتوشوی وه چې د وزیر سربیره پکې دوزارت اداري اومالی مرستیال ملاتاج محمد مجاهد، دقاریانوچارو رئیس شیخ القراء والمجودین استاد قاري برکت الله سلیم، د دفتر رئيس قاری محمداسحق حیدري عرب، اداري اومالی رئیس حضرت محمدخليل, مولوي عبدالعزیز، محمدشریف صادقی او مبشرالله حقجو دوزارت سلاکارانو اوګڼ شمېر کارکونکو شتون درلود. په دې پرتمنه غونډه کې دشیخ القراء والمجودین استاد قاری برکت الله سلیم، مبشرالله حقجو، ضیاء الحق منقاد او ښاغلی میلمه استادعبدالله السمرقندی له لورې دکلام الله مجید څومبارک ایاتونه په بیلابیلو سبکونو او روایتو تلاوت سره غونډې ته معنویت وروبښه. دغونډې په پای کې له دی امله استاد عبدالله وستائل شو چې په نړیواله کچه يې دقراني خدمتونه ترسره کړئ نن دارشاد، حج اواوقافو وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب ورته دامام ابوحنیفه رحمته الله دنړیوال سمپوزیم نښان ډالۍ شو، دشیخ القراء والمجودین استادبرکت الله سلیم يوه پاڼه ستاینلیک او دمالی او اداری مرستیال ملاتاج محمد مجاهد له لورې ورته دعزت چپن په اوږه واچول شوه. دیادونې ده چې استادعبدالله شاهد السمرقندی سربیره پردي چې په نړیوالو برخوکې دقران کریم دحسن قرائت خدمتونه کوي اوس مهال دجدې ښارپه یو ښونځي اومدرسه کې ښوونکي او دحبیب الرحمن مسجد امام دي. نوموړي د روژې مبارکي میاشتې دتراو لمونځ کې دقرانکریم دختم په موخه اود کويټ ,قطر, اماراتو, ترکي اوچین هېوادنوپه بلنه سفرونه ترسره کړي دی

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS