د ارشاد حج او اوقافو زیر مولوی عبدالحکیم منیب او د عامی روغتیا وزیر احمد جواد عثمانی لیدنه

bakhshi_admin
Wed, Jul 29 2020 10:13 AM
ملاقات

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، مولوي عبدالحکیم منیب او د عامې روغتیا وزارت سرپرست، احمد جواد عثماني، له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره؛ روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.
هغوی، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کوچني اختر تېروتنه تکرار نه کړي او د ټولنیز واټن په ساتلو، پر صابون باندې په مکرر ډول د لاسونو په مینځلو، له خلکو سره د لیدنو پر مهال د ماسک په کارولو سره د کرونا ویروس د پراختیا مخه ډب کړي
که څه هم عثماني وویل چې اوسمهال افغانستان له کرونا سره د مبارزې برخه کې په ښه وضعیت کې ځای لري او پر دغه ویروس د اخته کېدو، د اخته کسانو د شمېر، روغتونونو ته د مراجعه کوونکو او د وخیمو پېښو د شمېر فیصدي د کمېدو په حال کې ده؛ خو زیاته یې کړه اوس هم افغانستان د کرونا ویروس په بحران کې دی
هغه یو ځل بیا له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي، ماسک وکاروي، ټولنیز واټن وساتي، په مکرر ډول په صابون او اوبو لاسونه ومینځي، له غېږ ورکولو ډډه وکړي او د اختر ورځو کې تګ راتګ کم کړي څو د دغه بحران د زیاتېدو خطر کم شي
په ورته وخت کې ښاغلي منیب دې ته په ټینګار سره، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د منبر او ډاکټر غږ، یو غږ دی؛ له خلکو غوښتنه وکړه، څو د عامې روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې چې موخه یې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوی او د هېوادوالو روغتیا ده، مراعت کړي
د دې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل، چې د نېکمرغه لوی اختر په رانېږدې کېدو، له حیواناتو سره له تماس څخه د امکان تر بریده ډډه وکړي او د قربانۍ په وخت کې له دستکشونو څخه ګته واخلي، څو د کانګو پر خطرناکه ناروغۍ، چې له حیواناتو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي، اخته نه شي
نوموړي، کلینیکونو ته د پولیو واکسین د تطبیق په موخه، د والدینو د نه ورتګ له امله اندېښنه وښوده او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پولیو او نورو ناروغیو واکسین د نه تطبیق له امله، د ماشومانو مړینې زیاتېدو څخه د مخنیوي په موخه؛ روغتونونو او کلینیکونو ته مراجعه وکړي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS