د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او د حج پروسې د رهبرۍ په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۰:۳۸
وزیر حج

پنجشنبه، ۴/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱/جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب مکې مکرمې ته د روان کال د ټولو دیرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیانو تر رسېدو وروسته،دهغوی له چارو څخه د مستقیم اشراف، لا ښه تنظیم او د وړاندې کېدونکو خدماتو د څارنې او ارزونې په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ. ټاکل شوې ده چې ښاغلی وزیر صاحب به د خپل سفر پر مهال په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د حاجیانو د استوګنې، ترانسپورټ، تغذیې، روغتیايي خدماتو او د مناسکو د لارښوونې بهیر له نږدې وڅاري او مقدسو مشاعرو ته د حاجیانو د منظم انتقال لپاره د نیول شوو تدابیرو ‏د تطبیق او عملي کېدو ارزونه ترسره کړي، همداراز به محترم وزیر صاحب د ګمارل شوو کمېټو مسؤولینو ته د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي. همدارنګه محترم وزیر صاحب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري په جوړېدونکو رسمي کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي، چې په ترڅ کې به د اسلامي نړۍ له استازو، د حج او عمرې له مسؤولینو او اړوندو قراردادي شرکتونوسره د حج د چارو د لا ښه تنظیم، د حاجیانو د خدماتو د پراختیا اود ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیدنې وکړي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکوي چې د حج مناسکو د اداء کولو لپاره مقدسو مشاعرو ته د افغان حاجیانو د منظم انتقال او هغوی ته د لازمـو خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د قراردادي شرکتونو د سلګونو کارکوونکو ترڅنګ د حج بعثې اعضاء هم د تغذیې، ترانسپورټ، مناسکو، مفقودینو او وفیاتو او نورو اړوندو کاري کمېټو په ترکیب کې په خدمت بوخت دي، ترڅو افغان حاجیان وکولای شي د حج مناسک او خپل عبادات په پوره نظم، آرامتیا او سکون سره اداء کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۳۴
Background image

وزیر ارشاد، حج و اوقاف در رأس یک هیئت ضمن دیدار با والی ولایت لوگر، روند ساخت تعمیر نگهداری آثار متبرک را ارزیابی کرد

/ذوالقعدة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۷/ ثور/۱۴۰۵هـ ش

وزیر ارشاد، حج و اوقاف، محترم شیخ ‌الحدیث سرمحقق دکتور مولوی نورمحمد ثاقب، در رأس یک هیئت، در جریان سفرش به ولایت لوگر، با والی آن ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۲۲:۲۳
Background image

آغاز روند انتقال حجاج از زون‌ های هرات و قندهاربه میدان هوایی جده

روند انتقال حجاج از زون‌ های هرات و قندهار را به میدان هوایی جده نیز آغاز نمود. روندِ انتقال حجاج کرام از زون‌ های هوایی کابل، بلخ و هرات به مدینه منوره که به تاریخ اول ماه ذو القعدة‌. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

نخستین کاروان حجاج افغان به عربستان سعودی رسید

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

نخستین کاروان حجاج افغان، که شامل (۳۴۶) تن از حجاج ولایت ننگرهار بود و صبح امروز ساعت ۳:۳۰ بجه از میدان هوایی بین ‌المللی کابل توسط شرکت. . .

BACK TO NEWS