د انډونیزیا د محمدیه علماو د سازمان مشر ویډیویی کنفرانس

bakhshi_admin
Sat, Dec 12 2020 1:53 PM
vtc

پنجشنبه ٢٠ لیندۍ ١٣٩٩

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د اندونزیا هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال او د محمدیه علماوو سازمان له مشر یوسف کلا سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د کنفرانس په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي خبرې وکړې. ښاغلي حلیمي د اندونزیا هېواد او د محمدیه علماوو سازمان له مشر څخه مننه وکړه، چې په مهم وخت کې یې په افغانستان کې د جګړې اړوند خپل دیني مسؤلیت ادأ کړی او په افغانستان کې یې روانه جګړه او ورور وژنه حرامه بللې ده.

ښاغلي حلیمي، یوسف کلا ته په خطاب کې وویل: کله چې تاسو د ولسمشر مرستیال وﺉ او په کابل کې مو د یو محراب جومات پرانیسته وکړه او ستاسې راتګ ددې لپاره زمینه برابره کړه، چې ددواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ یوه غونډه جوړه شي، چې دغه غونډه ډېره ښه او پر وخت غونډه وه، چې له هغې غونډې وروسته په افغانستان کې د ګڼ شمېر علماوو له لوري د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د روان جنګ په اړه فتوا صادره شوه او له هغې غونډې وروسته د نړۍ د (oic) نړیوال سازمان له لوري د علماوو بله لویه غونډه هم جوړه شوه، په دغه لویه غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلل شوه او ویې وویل شول، چې جګړه دې ودرول شي.

همداراز راز ښاغلي حلیمي زیاته کړه. موږ یو کال وړاندې له اندونزیا هېواد څخه غوښتنه کړې وه، چې د اندونزیا هېواد په ځانګړي توګه د محمدیه علماوو سازمان په مشرۍ دې د افغانستان د موضوع په اړه د اندونزیا هېواد په پایتخت جاګارتا کې لوی کنفرانس جوړ شي، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو علماء کرام، د دیوبند علماء، د الازهر شریف علماء، د سعودي هېواد د مدینې منورې اومکې معظمې علماء کرام ګډون وکړي.

همداراز ښاغلي حلیمي وویل: غواړم څو مهمه ټکو او غوښتنو ته ستاسې پام راواړوم

١۔ موږ به ددې کنفرانس د ترسره کېدو لپاره ستاسې او د اندونزیا حکومت د ځواب تمه یو.

٢۔ د اندونزیا له حکومت څخه غواړو، چې د افغان علماوو دظرفیت لوړونې او د تجاربو د ترلاسه کولو لپاره دې ښځینه او نارینه علماوو ته د تګ او له هغه ځای څخه د لیدنې زمینه برابره کړي.

٣۔ موږ غواړو د اعتدال او وسطیت مرکز سره، چې یو کال وړاندې په اندونزیا هېواد کې د شیخ الازهر له لوري په لار اچول شوی و، له هغوی سره همکاري او اړیکه ولرو.

ورپسې د اندونزیا هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال او د محمدیه علماوو سازمان مشر یوسف کلا خبرې وکړې. نوموړي وویل: موږ له افغانستان سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکي یو او موږ تل کوښښ کوو، او هیله مو داده، چې په افغانستان کې ډېر ژر او تلپاتې سوله راشي. هغه زیاته کړه، چې د دوحې خبرې دې په چټکۍ سره يوې ښې پایلې ته ورسېږي. همدارنګه نوموړي وویل: موږ حاضر یو، چې د افغانستان نارینه او ښځینه علماوو ته د ټرینینګ زمینه برابره کړو او کولای شو، چې په دیني او نورو برخو کې د تجاربو په شریکولو کې هم همکاري وکړو.

ښاغلي کلا په پای کې وویل: د اندونزیا هېواد او د محمدیه علماوو سازمان په مشرۍ به د نړیوال کنفرانس چې د سیمې هېوادونه به هم پکې ګډون کوي د جوړولو لومړني کارونه پیل کړو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS