د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د هرات ولایت له علماوو سره وکتل

bakhshi_admin
Mon, Apr 05 2021 10:09 AM
سفر وزیر به هرات

یکشنبه ١٥ وري ١٤٠٠

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېده او د هغه ولایت له علماوو سره یې د ولایت مقام په تالار کې وکتل

په دغه کتنه کې محمد قاسم حلیمي د هرات ولایت د علماوو نظریات او وړاندیزونه واورېدل.

د هرات ولایت د علماوو په استازیتوب دوو تنو علماوو خبرې وکړې او د هرات ولایت د زیاتو جوماتونو د رسمي کېدو تر څنګ یې د علماوو د امنیت د خوندیتوب، علماوو ته د تحصیلي بورسونو او د ظرفیت د لوړاوي په موخه د نړیوالو سیمینارونو غوښتنه وکړه. دغو علماوو په خپلو خبرو کې وویل: د لویدیځ زون په ځانګړي ډول د هرات ولایت علماء تل د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او خپل نظام تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د هرات ولایت د علماوو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه ورکړه. ښاغلي حلیمي د منبر له لارې د سولې په راوستو کې د علماوو د رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

دغه راز ښاغلي حلیمي علماوو ته سپارښتنه وکړه، چې د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې ولسونو ته د منبر له لارې په هېواد کې د ملي یووالي، ورورولي، د سولې لپاره د ولس د هڅولو، د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت، په روژې میاشت کې د فقیرانو او یتیمانو د لاسنیوي او مرستې په اړه ارشادي لارښوونې وکړي.

د پروګرام په پای کې د هرات ولایت مرستیال والي خبرې او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د وزارت د رهبري د کاري برنامو، فعالیتونو او لاسته راوړنو مننه او قدردانی وکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS