د افغانستان اسلامي جمهوريت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزير محمد قاسم حليمي لنډ ژوند ليک

د وزیر پیژندنه

 

د ژوند لمړنۍ شېبې

ښاغلی محمد قاسم حلیمي په ١٣٥٢ ه۔ل کال د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په یوه متدینه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په ١٩٩١ میلادي کال په پاکستان هېواد کې سرته رسولي دي.

لوړې زده کړې

۔ اوسمهال یې د ماسټري زده کړې د مصر په عرب لیگ پوهنتون کې جریان لري.

۔ د مصر هېواد له الازهر پوهنتون څخه یې د شرعیاتو او حقوقو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.

کاري تجربه

 ښاغلي حلیمي د لوړ استعداد او کاري برنامو په درلودلو سره په لاندې مهمو دولتي پوسټونو کې دنده ترسره کړې ده.

- د بهرنیو چارو وزارت د تدقیق او مطالعاتو مدیر.

- په مزارشریف کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رئیس.

- د بهرنیوچارو وزارت د تشریفاتو مرستیال.

- د سترې محکمې د قضایې تفتیش عمومي رئیس.

- د سترې محکمې د قضایې تفتیش او کنټرول عمومي رئیس.

- د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس.

- د قضایې ستاژ استاد.

- د پوهنې وزارت ستر سلاکار.

- د سولې د عالي شورا سیاسي سلاکار.

- دآسیا بنسټ د مؤسسې حقوقي سلاکار.

- د افغانستان د علماؤ سرتاسري شورا غړی او ویاند.

- د قباء اصلاحي بنسټ رئیس.

- د ا.ا.ج دولت د ملي امنیت شورا دفتر د دیني چارو رئیس او د سولې د عالي شورا غړی.

- د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلي وزارت مسلکي مرستیال.

- د ١٣٩٩ه ل کال د زمري میاشتې په ٢٥ مه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه رسماً معرفي شو.

ستاينليکونه

ښاغلی حلیمي د دندو په جریان کې په لاندې بېلابېلو ستاینلیکونو او مډالونو ستایل شوی.

- د تفتیش د ریاست پر مهال یو لومړی درجه او دوه دوېيمه درجه ستاینلیکونه.

- د سترې محکمې د مالي اواداري ریاست پرمهال لومړۍ درجه ستاینلیک او دوېیمه درجه ستاینلیک.

- د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام له لوري له اداري فساد سره د مبارزې او په مالي او اداري چارو کې د میر مسجدي خان عالي دولتي مډال.

- د آسیا فونډېشن له لوري یو نړیوال ستاینلیک.

له ملي او نړيوالو ژبو سره بلدتيا

پښتو، دري، عربي او انګلیسي

Payam-e-Haq MagazineShow more