د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له علماء کرامو سره ولیدل

bakhshi_admin
Sun, Mar 27 2022 9:50 AM
دیدار وزیر ارشاد، حج واوقاف با علمای کرام ولایت نمیروز در شهر زرنج

جمعه: ۲۲ شعبان المعظم/۱۴۴۳هـ ق _ ۵ حمل/۱۴۰۱هـ ش

ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب نن د غرمې مخکې نیمروز ولایت ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولایت له دیني عالمانو، د جوماتونو له امامانو او خطیبانو سره غونډه ترسره کړه.

د غونډې په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی ثاقب د نیمروز ولایت ولس د ستاینې ترڅنګ له راغلو علماء کرامو او شیوخو څخه مننه وکړه، چې د زیاتو مصروفیاتو سربیره یې دلته د راتګ تکلیف وکړ.

نوموړي وویل، علماء کرام چې د انبیاوو وارثان دي او د ټولنې د رهبرۍ او زعامت مسئولیت په غاړه لري، باید د خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کولو لپاره متوجه شي. همدې مسئولیت ته په کتلو اوس علماء کرامو ته په کار ده چې د شهیدانو په وینو ګټلي اسلامي نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړﺉ، د اصلاح او تقویت لپاره یې په اسانه طریقې سره هڅې وکړﺉ او خپل رغنده انتقادات باید په مناسبه توګه تر ذیصلاح مسئولینو ورسوي او په اعلانیه طریقې سره نیوکو څخه ډډه وکړي.

په پای کې غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده.

له دې وروسته ښاغلي وزیر صاحب او ورسره پلاوي د نیمروز ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست څخه د لیدنې پرمهال ددغه ریاست له رئیس مولوي فضل الرحمن مستغفر، کارکونکو او کارمندانو سره د دوي د ستونزو او لاسته راوړنو په تړاو غونډه ترسره کړه.

په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب ددې ریاست د کامندانو لاسته راوړنې، ستونزي او وړاندزونه واوریدل او دوي ته يې د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS