د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او آریانا افغان هوایي شرکت تر منځ د حاجیانو د لیږد او بېرته راستنیدو هوکړه لاسلیک شوه.
پنجشنبه ۲۴ شوال المکرم/۱۴۴۳ه.ق او ۱۴۰۱ کال د غبرګولي ۴
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او اریانا افغان هوایي شرکت تر منځ د روان کال حاجیانو د انتقال او بیرته راتلو هوکړه پرون د یاد وزارت په انګړ کې لاسلیک شوه.
دغه غونډه د حج ملي کمېټې د پرېکړې سره سم د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ښاغلې وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب او د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو په شمول د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس حاجي رحمت الله اغا او د یاد شرکت یو شمېر استازو په کډون ترسره شوه .
دغه ناسته د پخوانیو ناستو په دوام د حاجیانو د لیږد را لیږد د پروسي د چټکتیا او حاجیانو ته د لا دښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شويو شرائیطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته یي بېرته هېواد ته راستانه کړي.
د یادولو وړ ده چې د ۱۴۴۳ه ق(۱۴۰۱ه ش) کال سهمیه د افغانستان حاجیانو لپاره (۱۳۵۸۲) تنه ټاکل شوې ده.