د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د پلاوي ترمنځ د (۱۴۴۴ هـ ق) کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

bakhshi_admin
Tue, Jan 10 2023 9:16 AM
ملاقات حج

۱۵ جمادی الثانی ۱۴۴۴ هـ ق (۱۸، جدی ۱۴۰۱ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالولي حقاني د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه تېره ورځ د (۲۰۲۳) میلادي کال د فرضي حج خدمتونو په کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شو.

ښاغلی مولوی عبد الولی حقاني نن په جده کې د حج او عمرې وزارت له مرستیال ښاغلی دکتور عبدالفتاح مشاط سره د حج خدمتونو کنفرانس او نندارتون په مرکزي دفتر کې وکتل او د حج په اړوندو مسائلو يې خبرې وکړې او د دې تر څنګ د دواړو وزارتونو ترمنځ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج لومړنيو ترتیباتو هوکړه ليک هم لاسليک کړو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS