د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) پلاوي سره وکتل

bakhshi_admin
Mon, Sep 04 2023 2:47 PM
ملاقات

۱۸ صفر المظفر ۱۴۴۵ هـ ق (۱۲ سنبله ۱۴۰۲ هـ ش)

کابل: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) دهیئت مشر او د مجمع الفقه الاسلامي عمومي سر منشي دکتور قطب محمد سانو او د هیئت له غړو سره په کابل کې وکتل.

په دغه لېدنه کې د ښاغلي ثاقب ترڅنګ د دې وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د یاد سازمان او د مجمع الفقه الاسلامي راغلو علماء کرامو ته ښه راغلاست ووایه.

په لومړي سر کې د هیئت مشر دکتور قطب محمد سانو په تفصیل سره خبرې وکړې او اسلامي امارت ته یې  د فتحې مبارکي وویله او هغه لاسته راوړنې چې په مختلفو برخو کې په افغانستان کې رامنځ ته شوي دي هغه یې وستایلې.

نوموړي وویل، په مختلفو برخو کې چې اسلامي امارت  ورته ضرورت لري که هغه د تعلیم برخه ده او که پراختیا برخه ده موږ تل له امارت سره همکار یو.

همدا شان ښاغلي سانو زیاته کړه، موږ او اسلامي نړی د اسلامي امارت ترڅنک ولاړ یو، همدا رنګه په یاده لیدنه کې راغلو علماء کرامو په خپل نوبت سره په افغانستان کې د رامنځته شوي  امنیت او قوي دولت او نورو پرمختګونو په تړاو نظرونه شریک کړل.

ورپسې شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د دوی د راتګ څخه مننه وکړه او د علماء کرامو تګ راتګ یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ خورا مهم وباله.

همدا راز ښاغلي ثاقب وویل، د اسلامي امارت استازي او داسلامې همکاریو دسازمان استازي باید په بېلابېلو وختونو کې کنفرانسونه او ګډې غونډې ترسره کړي او خپلي  تجربې او نظرونه له یو بل سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، په اسلام کې مشوره  او نظر شریکول یو اصل دي او د نظرونو تبادله، وړاندیزونه او مشورې ډېر مهم دي چې موږ او تاسو یې باید ترسره کړو.

د غونډې په لړ کې محترم وزیر وویل، په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي دي او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې په نورو برخو کې هم لازیاتې اسانتياوې  خپل ولس ته برابري کړي.

ددې لیدنې په پای کې دواړو لورو یو بل ته ډالۍ ورکړي، یاده غونډه دمسلمه امت داتحاد او یوالی غوښتلو په دعاء سره پای ته ورسېده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS