د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د چمتوالي په تړاو غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
Sun, Jun 09 2024 3:35 PM
ملاقات در بعثه

شنبه ۲ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب تر مشرۍ لاندی د حج مناسکو د چمتوالي او اسانتیاوو د برابرولو په موخه د مکې مکرمې د حج بعثې په مرکزي دفتر کې غونډه ترسره شوه .

په غونډه کې  د دې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني، په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې قونسل، په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حج د کاري کمېټو مسؤلینو او کارکوونکو گډون کړی وو .

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس خبرې وکړې او وی ویل چې د حج د مراسمو پيل ته يواځي څو ورځې پاتې دي او کاري کمېټې په ځانگړې توګه د ټرانسپورټ، تغذیې، مناسکو، مفقودینو، نشراتو، بهرنيو اړيکو او روغتيايي کمېټو مسؤولین باید خپلو دندو ته په جدي توگه پاملرنه وکړي، تر څو افغان حاجیان وکولای شي د حج مراسم او مناسک په سمه، منظمه او ډاډ منه توګه ترسره کړي

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږ کال د خپل منظم پلان په درلودلو سره د الله جل جلاله په فضل او کرم وتوانیده چې د خپلو پوره (۳۰) زره حاجیانو د انتقال ترڅنګ په ټولو برخو کې حجاج کرامو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د ټولو کاري کمېټو د کړنو د راپور تر اوریدلو ورسته له دغو مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه او ستاینه وکړه او د ورسپارل شویو دندو د لاښه ترسره کیدو په تړاو یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS