ه افغانستان څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د معتمرینو لومړۍ الوتنه ترسره شوه

bakhshi_admin
Mon, Aug 05 2024 11:06 AM
Umra

۲۹ محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق (۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د معتمرینو لومړی کاروان نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان په لور روان شو.

په همدې مناسبت نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیالانو، د اسلامي امارت مسؤلینو، د دې وزارت د مرکزي ریاستونو رئیسانو، د سیاحتي شرکتونو استازو او یو شمېر تلونکو معتمرینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس مولوي عطاء الله خادم د غونډې پیلیزه وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې د عمرې د اداء کولو په طرزالعمل مفصلې خبرې وکړې.

ورپسې بیا ددې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور وینا وکړه، نوموړي د عمرې د اداء کولو په فضیلت او ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي منصور وویل: ټول سیاحتي شرکتونو مکلف دي چې د معتمرینو لپاره دې تجروبه لرونکي معلمین وګماري او په حرمینو شریفینو کې دې ورته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

همدا رنګه په غونډه کې د سیاحتي شرکتونو په استازیتوب مولانا محمد صابر سعید او سید نبي الله پاچا خبرې وکړې، دوی وویل: د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسؤولینو څخه مننه کوو، چې د عمرې اړونده موضوعاتو او د معتمرینو په لېږد او رالېږد کې یې له موږ سره تل همکاري کړي ده او په ټولو سیاحتي شرکتونو باندې غږ کوو، چې افغان معتمرین ضیوف الرحمن دي د دوی خدمت په موږ او تاسو فرض دی.

همدارنګه په غونډې کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني د عمرې د ښه تنظیم او مدیریت په تړاو تفصلي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې د عمرې په مهمو موضوعاتو رڼا واچوله او له سیاحتي شرکتونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د افغان معتمرینو لپاره دې په سعودي عربستان کې د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړی .

ښاغلي حقاني معتمرینو ته په خطاب کې وویل: په حرمینو شریفینو کې دې ددغې هېواد د طرزالعملونو او پالیسی سره سم خپل د عمرې مناسک اداء کړئ او بېرته په ښه نوم سره دې خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلي معین صاحب ټولو معتمرینو ته ډاډ ورکړل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تل د عمرې د اداء کولو له پروسې څخه نظارت کوي او په سیاحتي شرکتونه غږ کوي چې د معتمرینو لپاره د هېواد دننه او په سعودي عربستان کې غوره خدمات وړاندې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټولو معتمرینو ته مبارکي وویله او د مبرور او قبول شوې عمرې دعاء یې وکړه.

غونډه د دعائیه په کولو سره پای ته ورسېده او وروسته له دعاء ټول  معتمرین د کابل نړیوال هوایي ډګر په لور روان شول.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS