دارشاد، حج اواوقافو وزير له لورې دابوبکر صديق (رض) دمسجد بنسټ ايحودنه وشوه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۲۹
سنگ تهداب

کابل، افغانستان: مولوي عبدالحکيم منيب دارشاد، حج اواوقافو وزير نن دحضرت ابوبکر صديق(رض) جامع مسجد بنسټ ايحودنه وکړه چې په دې موخه د مسجد په انګړکې ستره غونډه چمتوشوي وه دارشاد، حج اواوقافو وزارت رهبرهييت سربيره پکې دسمي اوسيدونکو، علماي کرامو او دمدرسو زده کونکو په شتون کې دتايمنې پروژې کې.

غونډه دارشاد،حج اواوقافو وزير  له لورې دکلام الله مجيد ددې مبارک ايات په تلاوت سرپيل شوه إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ ۖ فَعَسَىٰ أُولَٰئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ.

ژباړه:  دالله جوماتونه هغه څوک جوړوی چې په الله اودقيامت په ورځ يې ايمان ولري لمونځ کوي زکات ورکوی او دالله پرته له بل جا نويريږي. هيله ده چې هدايت منوونکو څخه او وسی.

دارشاد،حج اواوقافو وزير دمبارکۍ ترڅنګ وويل: دوزارت درهبرۍ  دغوښتونکو دبيابيا غوښتنې په اساسی دلمونځ کوونکو دلمانځه ځاي دکوچنياوالي په سبب  هوډ وکړ چې دانکشافی  بودجې څخه  ودان کړي چې له نيک بدخته همدا اوس يې دننسټ ايحودنې شادهدايو.

دارشاد، حج اواوقافو وزير دخپلو خبرو په ترڅ کې ډېره کړه دافغانستان دحکومت رهبري علماي کرامو او اسلامي ثقافت ته دپاملانې په اساس دهېواد په ۳۴ ولايتونوکې د ۳۶محرابه جوماتونو او فاتحې اخيستې  خونې  د ۵۰۰ زرو  ډالرو په ارزښت ودان کړي له دي سرپيره پردي زر رسمي بستونه دجوماتونو دامامانو  لپاره وعده کړي ده.

هغه وويل: نيوازې  په تيرو ۱۸ کلونوکې بلکې دهېواد په معاصر تاريخ کې دجوماتونو اوعماي کرامو لپاره په دې پيمانه بودجه نده ځانګړې شوي .

بيا شيخ عبدالمتين معتصم بالله د ابوبکرصديق (رض) مدرسی رييس  اومسجد خطيب د وزارت ررهبري هييت او علماي کرامو او دسمې اوسيدونکو  ته دمبارکۍ ترڅنګ  وويل: ددې مسجد ودانول له انتظارپرته  پيل شو.

ورپسی مولو عطا الله فيضانی دکابل ولايتې شورا غړي  او دسمي يو اوسيدونکې دموضوغ په اړه خبرې وکړي او دارشاد، حج اواوقافو وزارت له پاملرنې څخه علماي کرامو او جوماتونو  لامله  د زړه له کومي مننه وکړه .

د ياد مسجد بنسټ ايحو دنه د ارشاد، حج اواوقافو وزير، دجوماتوو دسمون چارو رييس دياد مدرسي رييس ، مولوي فيضانی او څوتنو نورو علماي کرامو په دوايې سره کيښودل شوه.

دويلو ده چې داجومات د۱۵ ميلونو افغانيو په ارزښت دارشاد،حج اواوقافو وزارت  له انکشافی بوديجې څخه  په ۱۸۴ متره مربخ  ساحه کې په درې پوړنو کې  دتهکوي په شمول  ودان شی چې په يوو خت  ۱۵۹۰ تنو لمونځ کونکو جوګه وي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS