د۱۳۹۹ کال حاجیانو لپاره د اساسی خدماتو د قرارداد هوکره په مکه مکرمه لاسلیک شوه.

bakhshi_admin
جمعه ۱۳۹۸/۹/۲۹ - ۲۱:۴۵
قرار داد حج

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د عربستان سعودی هیواد د جنوب اسیا مؤسسې ترمنځ د ١٣٩٩ کال حاجیانو له پاره د اساسي خدماتو د قرارداد هوکړه په مکه مکرمه لاسلیک شوه. د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د حج د مقدماتي چارو د پرمخ وړلو له پاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم”منیب“ په مشرۍ یو هیأت سعودي عربستان هېواد ته لاړ. یاد هیأت د عمرې له ادأ کولو وروسته په لومړي سر کې د جنوب اسیا مؤسسې سره د ١٣٩٩ کال دحاجیانو چارو د تنظیم او د مکتبونو د خدماتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې. لومړی مولوي عبدالحکیم ”منیب“ د حج د تېر کال پروسه د جنوب اسیا مؤسسې سره په همغږۍ بریالۍ وبلله او ددې بنسټ د مکتبونو له خدماتو یې مننه وکړه. همدارنګه د ځینو هغو نیمګړتیاؤ او نواقصو یادونه یې هم وکړه چې تېر کال د حج په پروسه کې ورسره مخ شوي و. ښاغلي ”منیب“ له یادې مؤسسې و غوښتل چې په مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د نورو سهولتونو ترڅنګ د رېل تمځای ته نږدې خېمې په نظر کې ونیسي. ښاغلي ”منیب“ زیاته کړه، د تېرو کلونو تجربو ته په کتو چې د مکتبونو ډېروالی و، د حاجیانو د ښه تنظیم لپاره راتلونکی کال له محدودو مکتبونو څخه استفاده وشي. ورپسې د جنوب اسیا مؤسسې ریس د افغاني هیأت د نظرونو وړاندیزونه له اورېدلو وروسته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. په پای کې د ١٣٩٩ کال حاجیانو ته د اساسي خدماتو له پاره د (العقد الموحد لتقدیم الخدمات الأساسية للحجاج) تر نامه لاندې د قرارداد هوکړه لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د سعودي عربستان سفير د ارشاد، حج اواوقافو وزیر سره لیدنه وکړه

نن چهار شنبې د ۱۳۹۹لمریز کال وري میاشتې په ۶نیټه د ارشاد حج او اوقافو وزیر مولوي عبد الحکيم منيب او په کابل کې د سعودي عربستان لوي سفير جاسم بن محمد الخالدي سره وليدل چې د عامې روغیتا. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۱:۵۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د کروناویروس څخه د مخنیوي لپاره خبري غونډه وکړه!

دغه غونډه چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه ګڼ شمیر رسنیو په کې ګډون کړی ؤ؛ مولوي عبدالحکیم منیب د ارشاد حج او اوقافو وزیر په دغه خبري غونډه کې د یاد ویروس څخه مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د کروناویروس څخه د مخنیوي لپاره خبري غونډه وکړه!

دغه غونډه چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه ګڼ شمیر رسنیو په کې ګډون کړی ؤ؛ مولوي عبدالحکیم منیب د ارشاد حج او اوقافو وزیر په دغه خبري غونډه کې د یاد ویروس څخه مخنیوي. . .

BACK TO NEWS