د ارشاج، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د حاجیانو د هستوګن ځایونو څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۱:۲۷
دیدار معین مسلکی


د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین دکتور امین الدین مظفري په مدینه منوره کې د حاجیانو او د هغوی د هستوګن ځایونو (عمارو) څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې حاجیانو د وزارت د مشرتابه څخه مننه وکړه چې د حاجیانو لپاره يې په هېواد دننه او سعودي عربستان کې لازمي اسانتیاوي برابرې کړي دي.
ښاغلي دوکتور امین الدین مظفري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په استازیتوب، ټولو حاجیانو ته ډاډ ورکړ چې د حاجیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې به هیڅ ډول هڅي ونه سپموي او د وزارت ټول کارکوونکي (بعثه،
ناظمین او محلي کارکوونکي) به هر وخت او هر چیري د حاجیانو په خدمت کې وي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۸:۲۳
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

BACK TO NEWS