د ارشاد، حج او اوقافو او د کورنیو چارو وزیرانو د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د دولت زیو کلي جامع جومات د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۹
ملاقات با وزیر داخله

۲ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق (۲۴ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)

‏د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د کوز قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې څه موده وړاندې د یوه جامع جومات دجوړيدو چارې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري پیل شوې وې

چې نن له غرمې ورسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب او د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني د یاد جومات د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

‏د دغې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي ثاقب وویل: د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت په مسؤلیتونو کې یو مسؤلیت د جوماتونو جوړول دي چې دې وزارت تل هڅه کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې جوماتونه جوړ کړي چې د یو شمېر جوماتونو د جوړولو چارې همدا اوس روانې دي، همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د محترم خلیفه صاحب راتګ او په دغه برخه کې یې هلې ځلې وستایلې او يادونه یې وکړه چې دغه جومات هم د خلیفه صاحب په ځانګړي توجه او همکارۍ سره جوړیږي.

نوموړي زیاته کړه چې خلیفه صاحب د افغانستان د هر وګړي په زړه کې ځای لري او زموږ دټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ شخصیت دی.

ورپسې د کورنیو چارو محترم وزیر صاحب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د جوماتونو جوړولو او همداشان نورو دیني برخو ته ډېره توجه شوې ده.

چې په راتلونکې کې به هم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د نورو جوماتونو جوړول دوام ولري.

محترم خلیفه صاحب وویل: دغه اسلامي نظام دعلماء کرامو له لوري ساتل کیږي ځکه علماء کرام د انبیاؤ وارثین دي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ  کې زیاته کړه، چې د جوماتونو جوړولو په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر  هڅې د ستايلو وړ دي.

د يادونې وړ ده چې دغه جومات په (۱۲۵۰) متره مربع ځمکه کې ډېزاین شوی او د (۴۲۰۲۴۹۳۱) دوه څلوېښت میلیونه، څلور وېشت زره، نهه سوه او یو دېرش افغانيو په لګښت سره په دریو پوړونو کې جوړېږي چې د ضرورت ټولې اسانتياوې لکه: د اودسونو ځایونه، تشنابونه او د امام کور پکې په پام کې نیول شوي دی چې  په يوه وخت کې به د(۲۲۱۵) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS