د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د غونډو په تالار کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د پوهاوې په پار غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۳:۳۲
دسترسی به اطلاعات

چهارشنبه ٢٨ لړم ١٣٩٩
غونډه دقران کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پلان او پاليسي مرستیال محمد عثمان طارق د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مرستیالې آغلې نجیبه مرام او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان هر وګړی حق لري، چي قانون مطابق د ارشاد، حج اواوقافو وزارت د کړنو او فعالیتونو څخه خبر شي او ددې وزارت اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړه: کله چي هېوادوال اطلاعاتو لارسرسی ولري، نو پرېکړه، اظهار دنظر او وړانديزونه په ښه ډول وړاندې کولی شي .
ښاغلي طارق د خپلولو خبرو په پای کې وويل، چي د وزارت ډيټابيس پوره شوی دی، په دې ډېټابیس کې د حج، اوقافو او د جوماتونو معلومات شتون لري، چې بايد له هېوادوالو سره شريک شي.
ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون مرستیالې آغلې نجیبه مرام خبري وکړي. نوموړې د غونډي ددې غونډې د جوړولو په پار د وزارت له رهبري څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې خپل فعالیتونه دې له ولس سره د ټولنیزو رسنیو له لارې شریک کړي، تر څو ټول هېوادوال د دولت له فعالیتونو او کړنو څخه خبر شي. هغې د کمیسیون په تشکیلاتي جوړښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ټول تدارکاتي قراردادونه د پيل له نېټې نه تر پایه پوري بايد په ویب سایټ کې نشر کړي. نوموړې وویل: هره اداره بايد 15مه ماده په خپله اداره کې پلي کړي او ياد کميسيون دنده لري چي خپل کاري راپور جمهوري رياست سره شريکوي.
ورپسې ددې وزارت د اطلاعاتو ته د لاسرسي مسؤل نورآغا حقيار د اطلاع رسونې په برخه کې د خپلو فعالیتونو لنډ راپور وړاندي کړ، چې د ګډونوالو له لوري وستایل شو.
د پروګرام په دوام اطلاعاتو ته دلاسرسي کميسيون د عامه پوهاوي مسؤل جعفر ایشاني له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت، اړتیا او اهدافو په اړه پریزینټېشن وړاندې شو.
په پای کې ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نور وضاحت لپاره، د ګډونوالو پوښتنو ته د کمیسیون د مرستیالې له لوري ځواب وویل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۸:۴۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حاجیانو ته د دغه تیر(۱۴۴۵هـجري قمري کال مطابق ۱۴۰۳هجري شمسي ) د حج له لګښتونو څخه د پاتې شویو پیسو د بیرته ورکولو او د راتلونکي ۱۴۴۶هـجري قمري کال د حج سهمیې د اعلان په تړاو خبري غوڼده ترسره کړه

سه شنبه ۳۰ صفر المظفر ۱۴۴۶ هـ ق (۱۳ سنبله ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۵ هجري قمري چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال سره سمون خوري د حج له لګښتونو څخه د پاتې شویو پیسو د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ترکیې هیواد د لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ریاست له مرستیال ښاغلي پوهنوال سلیم ارگون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۳:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انگړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه.

چهارشنبه ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶ هـ ق (۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)

د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د حکم سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انگړ کې د. . .

BACK TO NEWS