د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري په تورخم عمري کمپ کې یو محراب جامع جومات پرانېستل شو جمعه ۹ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۲۱ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)
د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالی کمیسیون، د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کميټې له لورې چې مشري یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال په غاړه لري، د تورخم په عمري کمپ کې د مهاجرینو لپاره د یو محراب جامع جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د لمونځ کونکو پرمخ پرانیستل شو.
د یاد جومات د افتتاح په غونډې کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالرحمان راشد، د پوهنې وزارت مرستیال مولوي صبغت الله وصیل او د ننګرهار ولایت یو شمېر علماؤ او مسؤلینو پکې گډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د جوماتونو د جوړولو په اهمیت او ارزښت ګډونوالو ته مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنگ د جوماتونو د جوړولو، ترمیمولو او پاللو دنده هم په غاړه لري.
ښاغلي حقاني وويل: جوماتونه د خدای جل جلاله کور او هغه سپیڅلي ځایونه دي چې د الله جلّ جلاله ذکر او عبادات پکې ترسره کېږي نو له همدې کبله ځانکړی ځای او لوړ مقام لري.
په غونډې کې د مهاجرینو چارو او د پوهنې وزارت مرستیالانو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت کوښښ کوي چې په ټول هېواد كې د جوماتونه جوړولو ترڅنګ نور اړین کارونه د کډوالو لپاره ترسره کړي.
همدا راز د غونډې په لړ کې د عمري کمپ مسؤل مولوي محمد هاشم میوندوال له لوری ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د یادې کمیټې له مسؤلینو څخه د نورو جوماتونو د جوړولو غوښتنه وشوه، چې د وزارت د مرستیال له لوري ورته د جوړیدو ډاډ ورکړل شو.
غونډه د ننګرهار پوهنتون رئیس په دعاء سره پای ته ورسېده