د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په مرکز کابل او ټولو ولایاتو کې د روان کال د حج اداء کولو لپاره د قرعه اچونې بهیر ترسره شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۳۲
قرعه کشی

چهارشنبه، ۹/شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۸/دلو/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه، د نوو ثبت نام شوو متقاضیانو ترمنځ د حج د قرعه اچونې بهیر نن په پلازمینه کابل او د هېواد په ټولو ولایاتو کې، د اړوندو ادارو د استازو په حضور او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو.

په مرکز کابل کې د حج د قرعه اچونې بهیر د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال محترم مولوي محمد حامد حسیب، مرکزي رئیسانو او د حج عملیاتي اجرائیه کمېټې غړو پکې ګډون کړی وو، ترسره شو.

د غونډې په ترڅ کې د وزارت مسلکي مرستیال د دغه بهیر د څرنګوالي او شفافیت په اړه خبرې وکړې، نوموړي وویل: سږ کال د نوو ثبت نام شوو متقاضیانو د نوم‌ لیکنې پروسه په مرکز کابل او ټولو ولایاتو کې، د جدی میاشتې په ۲۴ نېټه پیل او د دلوې میاشتې په ۴ نېټه پای ته ورسېده، چې د کابل ښار د نواحیو په شمول په ټول هېواد کې اته نوي زره، اووه سوه او دوه اویا (۹۸۷۷۲) تنو نوو متقاضیانو د حج اداء کولو لپاره نوملیکنه وکړه او نن چهارشنبه د هغوی ترمنځ د قرعه اچونې بهیر په ټول هېواد کې د ټاکل شويو اصولو له مخې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو او د اړوندو ارګانونو د مؤظفو هیئتونو تر څارنې او نظارت لاندې هم مهاله ترسره شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا به د سږ کال د حج اداء کولو لپاره د قرعه اچونې له لارې منتخب شوي متقاضیان حج ته ولیږل شي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله تعالی علمي میراث او مقام» بین المللي علمي – څېړنیز کنفرانس کې وینا وکړه

یکشنبه، ۲۱/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

کابل – انټر کانټینینټال

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب «په معاصرو اسلامي. . .

BACK TO NEWS