د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د افغانستان د عمرې او زیارت د اتحادیې له مسؤولینو سره وکتل.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۰:۲۲
عمره

۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ اسد ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني او ددې وزارت د عمرې او زیارت رئیس مولوي کرامت الله اخندزاده په شتون کې، د عمرې او زیارت د اتحایې له رئیس حسن یار حسن زي منګل او نورو غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د يادې اتحاديې له مسؤولينو سره د دغه وزارت د طرزالعمل له مخې افغان حاجيانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د يادو شرکتونو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وشوې.

ښاغلي حقاني د عمرې او زیارت شرکتونو د دندو او مکلفیتونو په اړه غونډې ته د وینا پرمهال وویل: تاسو د شرکتونو د مسؤولینو په توګه باید د اسلامي نظام د سرلوړۍ او له ژمنې سره سم به افغان حاجیانو ته غوره خدمات وړاندې کوي او تجربه لرونکي علماء کرام به ګماري تر څو حاجیان د شرعي احکامو په چوکاټ کې خپلې عمرې اداء کړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ستاسو سره تل همکاران دي او د هغه اصولو او طرزالعملونو له مخې چې تاسو ته جوړ کړی شوي دي، په کې هڅه شوې ده، چې د عمرې او زیارت شرکتونو ته  د اسانتیا، روڼتیا او نیک نامۍ موضوعات ځای پر ځای شوي دي.

ورپسې د عمرې او زیارت د اتحادیې رئیس او غړو خپل وړاندیزونه او ستونزې په تفصیل سره د یاد وزارت مسلکي مرستیال سره شریکې کړې او ددې وزارت د عمرې او زیارت له ریاست څخه یې د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې ښاغلي حقاني د يادې اتحاديې د رئيس او غړو وړانديزونه او ستونزې د اورېدو پر مهال له هغوى څخه وغوښتل، چې خپل وړانديزونه د رسمي مکتوب له لارې له موږ سره شريک کړي، ترڅو د حل په موخه يې لازم اقدامات ترسره شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS