د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ازبکستان هېواد د جیدو علماوو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۱۲
دیدار با هئیات ازبکستانی

چهارشنبه ۲۰ ربیع الثاني ۱۴۴۶ هـ ق (۲ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر محترم مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په مشرۍ مل پلاوي سره نن په خپل کاري دفتر کې وکتل.

‏د لیدنې په پېل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه ، او زیاته یې کړه : «خوشاله یوو، چې د دوست گاونډي هېواد ازبکستان د دیني علماوو د پلاوي کوربتوب کوو.»

ښاغلي ثاقب په خپلو خبرو کې وویل: د ازبکستان هېواد د جېدو علماوو او لوړ پوړو دولتي چارواکو راتګ د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس سره د ښه ګاونډیتوب، نیک نیت، او گډو متقابلو گټو د تعامل اوهمکاریو ښکارندویي کوي

نوموړي وویل: څه موده وړاندې چې ستاسو په رسمي بلنه مونږ ازبکستان ته درغلي وو، له هغه سفر څخه مونږ ډیر خوښ یو او ښې خاطرې لرو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړه د ازبکستان هېواد د علماوو دا سفر مونږ ته دا فرصت راکوي چې د مشترکو باورونو پر بنسټ نوې همکارۍ او اړیکې رامنځته کړو او د دې سفر له لارې به مونږ ته د یو او بل د کلتور، تاریخ او ارزښتونو په اړه د لا ښه پوهیدو زمینه برابره شي.

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړه: موږ د نړیوالو او په ځانګړي توګه د اسلامي هیوادونو له وګړو څخه غوښتنه کوو، چې افغانستان ته سفرونه وکړي او حالات له نږدې وگوري.

د نږدې لیدنو له لارې، نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د واقعیتونو او د اسلامي امارت په راتګ سره د ښو او مثبتو پرمختگونو ښه انځور وړاندې کېدی شي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ نوې لارې چارې موندل کېدای شي.

ورپسې د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر، مفتي شیخ نورالدین خالق نظر خبرې وکړې او وویل: ‏«د شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب څخه د سفر د  رسمي بلنې له امله د زړه له کومي مننه کوو، دا سفر زمونږ د گډو ارزښتونو او باورونو د تقویت لپاره یو ارزښتناک فرصت دی، او زه خوشحاله یم چې له تاسو سره یم.» نوموړي وویل: ازبکستان او افغانستان دواړه  اسلامي او گاونډي هېوادونه دي او په دیني، کلتوري، مذهبي چارو کې زیات ورته والی لري او د اړیکو د لا ټینگښتت او پراختیا لپاره زمونږ دغه شان سفرونه او لېدنې گټوري او حیاتي دي.

د یادونې وړ ده چې د ازبکستان هېواد د جېدو علماوو پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو او علماء کرامو سره د لیدنو ترڅنگ د هېواد  له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنه تر سره کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریاليتوب سره بشپړه شوه

۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ چې د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته په منظم ډول پیل شوې وه، په بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

BACK TO NEWS