د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په جدې ښار کې د حج په ستر کنفرانس کې ګډون وکړ

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۱:۴۶
کنفرانس

۲ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۳۰ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج په ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په بلنه په جدې ښار کې جوړ شوی وو ګډون وکړل

یاد کنفرانس د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزیر دكتور توفیق الربیعه په وینا پرانستل شو، چې په کې  د حرمینو شریفینو دچارو عمومي رئیس شیخ دکتور عبدالرحمن السدیس، دولتي مسؤولینو، د اسلامي هېوادونو دحج او اوقافو وزیرانو، داسلامې امت مشهورو علماء کرامو او پوهانو برخه اخیستې وه.

د يادونې وړ ده چې دغه كنفرانس د حج په موسم كې جوړ شوى ده ، چې موخه يې په سعودي عربستان كې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزيرانو او د اسلامي نړۍ د علمي شخصيتونو ترمنځ د نظرونو شریک کول وه، یاد کنفرانس به په څلورو جلسو کې ترسره شی، چې په مختلفو او مهمو موضوعاتو  باندی پرې خبرې اترې وشوې.

په لومړۍ جلسه کې به: حاجیانو کرامو  (ضیوف الرحمن ) ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې انسجام او همغږي.

په دویمې جلسه کې به : د عملي پلانونو ترتیب او له امكاناتو او فرصتونو څخه په استفادې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازم چمتووالی.

په درییمې جلسه کې : په حج کې فقهې تسهیل (د حج په چارو کې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره علمي تګلاره ).

په څلورمه جلسه کې : د اسلامي نړۍ د خدمت لپاره د ټکنالوژۍ له علم او نوښت څخه ګټه اخیستل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

افغان حاجیان دحج مناسکو د اداء کولو لپاره مِنیٰ ته روان شول

۸ذوالحجه ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۱۴جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دذوالحجې داتمې په مناسبت په مکه مکرمه کې مېشت ټول افغان حاجیان دخپلو معلمینو په ملتیا دعصري او مجهزو بسونو له لارې دمنیٰ په لور روان شول،ترڅو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

سه شنبه ۶ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۳جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد. . .

BACK TO NEWS