د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې گډون وکړ
دوشنبه ۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور نور محمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمې بلنه په هغه آته څلویښتم(۴۸) نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ چې نن د مکې مکرمې په ښار کې ترسره شو.
یاد کنفرانس چې د ندوة الحج الكبری' په نوم نومول شوی ؤ د سعودي عربستان د حج او عمرې د وزیر دکتور توفیق بن فوزان الربیعة په وینا پرانستل شو، چې پکې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر، د رابطة العالم الاسلامي مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العیسي، د مسجد الحرام او مسجد نبوي دچارو رئیس شیخ عبدالرحمن السُدَیس، د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو، د اسلامي امت مشهورو علماء کرام، پوهانو او دولتي مسؤلینو برخه اخیستې وه.
دغه لوی او نړیوال کنفرانس چې هر کال د حج په موسم کې په سعودي عربستان کې جوړیږي، د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه تر پنځه سوو (۵۰۰) زیات مسؤلین او علماء وربلل کېږي. د دغه کنفرانس موخه دا وه چې په حج کې شرعي او فقهي رخصتونه او أسانتیاوې په پام کې ونیول شي او د وضع شوو قوانینو او لوایحو مراعات وکړل شي، همدا راز د حج په مناسکو کې د سعودي عربستان ترڅنګ داسلامي هېوادونو نظریات، مشورې، کوښښونه او داسې نور اړین موضوعات د یاد کنفرانس په اجنډا کې شامل وو، ترڅو د حجاج کرامو لپاره د مناسکو د اداء کولو اړوند مناسب چاپیریال او لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي