د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په رسمي بلنه د ازبکستان هېواد د جیدو علماوو پلاوی کابل ته را ورسیده

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۳۲
مهمانان ازبکستان

چهارشنبه ۲۰ ربیع الثاني ۱۴۴۶ هـ ق (۲ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب په رسمي بلنه د ازبکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر محترم شیخ مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ مل پلاوی نن پلازمینه کابل ته را ورسېده.

د یاد هېواد لوړ رتبه د جېدو علماوو پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو، مسؤلینو او منسوبینو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا خبرې وکړي او په دیني او ښوونیزو موضوعاتو به د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) د علماوو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره همکاري او تجربې شریکې کړي او همدا راز به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه لیدنه تر سره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS