د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا د حج متقاضیانو درنو ناظمینو! لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د ١٣٩٩کال د حاجیانو د ناظمینو تحریري ازموینه مخکې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لوري اخیستل شوې وه او پایلې یې هم د همدې کمیسیون د ویب سایټ له لارې اعلان شوي وې، چې د ازموینې ځینو ګډونوالو ته پایلې د قناعت وړ نه وې. بناء د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په غوښتنه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د استازو په موافقه، هغه نوماند ناظمین چې د یادې ازموینې له پایلو څخه راضي نه وي، کولی شي، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې تر ٣٠مې نېټې پورې خپل شکایتونه په مرکز کې د فرضي حج ریاست او په اړونده ولایتونو کې دې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو کې خپل شکایت ثبت کړي. په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونه مکلف دي، چې د نوماند ناظمینو راټول شوي شکایتونه دې د چنګاښ میاشتې په ٣١مه نېټه په مرکز کې رسماً د فرضي حج ریاست ته وسپاري، تر څو د هغوی شکایتونه وڅېړي او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شي.

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۶
Background image

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ په تړاو د پای . . .

Back to announcements