د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۲۳
اولین پرواز

شنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

د حج د مناسکو د اداء کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په داسې حال کې را ورسیده چې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف، د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرسیتال شیخ عزیزالرحمن منصور د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، امنیتي مسئولینو، د کابل نړیوال هوايي ډګر، د آریانا افغان او د کام ایر هوايي شرکتونو او د وزارت یو شمېر مسئولینو د حاجیانو راتللو ته د گلانو په ورکولو سره هرکلی وویلو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال ښاغلي منصور حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د شکر ځای ده چې زمونږه حاجیان په خیر او سلامتۍ سره بېرته خپل هېواد ته راستانیږي.

نوموړي زیاته کړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او اړوندو ادارو په همکارۍ سږ کال سعودي عربستان ته د آریانا افغان او کام ايرهوایي شرکتونو د (۹۴) پروازونو په ترڅ کې پوره (۳۰۰۰۰) دیرش زره حاجیان پرته له کومې ستونزې حرمینوشریفینو ته انتقال کړي وو، چې نن يې الحمدلله د لومړی پرواز د بېرته راستنیدو شاهدان یو او په دغه سلسله به د افغان حاجیانو د بېرته راتګ بهیر کې کوښښ کوو چې د خنډ او ځنډ پرته د پلان شوي مهالویش سره سم په ټاکلي وخت سره ټول افغان حاجیان خپل هیواد ته راستانه کړو.

په ورته مهال افغان حاجیانو په حرمینو شریفینو کې په مختلفو برخو کې د خدماتو له وړاندې کولو څخه خوښي څرگنده وله.

د یادونې وړ ده چې د حاجیانو د انتقال لړۍ به د کابل ترڅنگ نورو زونونو ته هم پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې لوی او مرکزي جامع جومات د لمونځ کوونکو پرمخ پرانېستل شو

۱۲رمضان المبارک ۱۴۴۶هـ ق (۲۲ حوت ۱۴۰۳ هـ ش)

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند کوز قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې د مسجد النُّور په نوم یو لوی او مرکزي جامع جومات جوړ او نن د یوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۷:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خبري کنفرانس له لارې د روان کال د افغان حاجیانو سهمیه او لگښتونه اعلان کړل

پنجشنبه ۶ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ ق (۱۶ حوت ۱۴۰۳ هـ ش) کابل، افغانستان

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو خبري کنفرانس له لارې د حاجیانو سهمیه (۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره د ۱۴۴۶هـ ق کال د حاجیانو د لېږد او رالېږد تړون لاسلیک کړ

یکشنبه ۱۰شعبان المعظم ۱۴۴۶هـ ق( ۲۱ دلو کال ۱۴۰۳هـ ش )

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب نن د خپل کار په دفتر کې له آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو. . .

BACK TO NEWS