د جوماتونو د ارشادي او مسلکي چارو د تنظیم کمېټې خپله دویمه غونډې ترسره کړه.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۱:۲۱
ملاقات با ملا امامان

۱۰ ربیع الأول ۱۴۴۵هـ ق (۳ میزان ۱۴۰۲هـ ش)

د جوماتونو چارو د تنظیم کمېټې دویمه مشورتي غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقاني په مشرۍ او د ارشاد او جوماتونو د چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي، د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس مولوي محمد اشرف حقاني په ګډون او د دغه غونډه د کابل ښار د دويمې، څلورمې او لسمې ناحيو اړوند د جوماتونو لسګونه تنه خطيبانو او امامانو په شتون کې د تدریب ائمه د انسټيټيوټ په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني په خپلو خبرو کې امامت په اسلامي نظام کې یو ستر مسؤلیت او خدمت وباله او زیاته یې کړه که د حکومت مشري د علماوو په لاس کې وي، شرعي او اسلامي نظام بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه زموږ د نظام او خلکو پر وړاندې فکري جګړه روانه ده او له علماء کرامو او د جوماتونو له امامانو پرته يې بل څوک نه شي کولی.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د جوماتونو امامان په ټولنه کې پیشوا او مشران دي، دوی باید د خپلو خلکو د اصلاح او روزنې لپاره په جوماتونو کې د فقهې او دیني زده کړو حلقې جوړې کړي، د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه تنظیم کړي او هم د دوی د پوهې لوړولو، قرائت او خطابت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

همدا راز وروسته بیا د ارشاد او جوماتونو چارو د انسجام عمومي رئیس وینا وکړه او وې ویل: د وزارت د محترم مقام د لارښوونې سره سم د جوماتونو له امامانو سره ارشادي غونډې پیل کړي دي.

نوموړي وويل، اوسني نظام په هېواد کې امنيت راوستى او دا يې د ملت او په ځانګړې توګه د علماء کرامو لپاره ستر نعمت وباله.

ښاغلي محمدي د جوماتونو له امامانو وغوښتل، چې په جوماتونو کې دې د واحدې خطبې ترڅنګ د اوونیزه لارښود خطبه هم بیان کړي.

د غونډې په پای کې د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس د امامانو لپاره د دې ادارې د روزنیزو برنامو په اړه معلومات ورکړل او غونډه د دعا کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS