د ۱۴۰۴مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي ودانۍ د دېوالونو د رنګمالي او د درزونو بندولو پروژې

Publish Date
Closing Date
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو شرایط پوره کوونکو داوطلبانو څخه هیله کوي چې د ۱۴۰۴مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي ودانۍ د دېوالونو د رنګمالي او د درزونو بندولو پروژې په داوطلبۍ کې برخه واخلي او خپلې تړلې آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د اسلامي امارت د عامه تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.
د شرطنامې ترلاسه کولو پته:
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست، (شهرنو، د اتصالاتو کوڅه، د فیض محمد خان څلور لارې)، په رسمي وختونو کې، د CD یا فلش له لارې ترلاسه کولی شئ.
د آفر خلاصولو نېټه او وخت:
د داوطلبانو لپاره د شرطنامې د لارښود پاڼې مطابق ترسره کیږي د ناوخته رسېدلي آفرونه او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین:
د (۲۱،۰۰۰) یوویشت زره افغانیو بانکي تضمین وړاندې کول اړین دي.
اهلیت شرایط د داوطلبۍ د معلوماتو پاڼې له محتویاتو سره سم دي.
یادونه: که د شرطنامې او د داوطلبۍ د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، نو د شرطنامې متن به اعتبار ولري.