د کابل ښار په جوماتونو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآن عظیم الشان ختم لپاره له قاریانو او فاتحینو څخه آزموینې اخیستلو لړۍ پیل شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۲:۶
ختم قاریان

۱۹ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق (۲۱ حوت ۱۴۰۱ هـ ش) 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قاریانو چارو ریاست د تجربه لرونکي کمیسیون تر څارنې لاندې د روژې مبارکې میاشتې په تراویحو کې د قرآن کریم د ختم په تړاو د کابل ښار د ۲۲ ناحیو په جامع جوماتونو کې د قرآن کریم د تلاوت په موخه د یادو ناحیو له قاریانو او فاتحینو څخه د آزموینې اخیستو لړۍ پیل شوه او دا بهیر به د شعبان المعظم میاشتې تر پایه دوام ولری.
د يادونې وړ ده چې د کابل ښار ۲۲ ناحیو په (٩٦٠) جوماتونو کې (١٩٢٠) تنه قاریان او فاتحین د ځایی وګړو په رضايت له آزموينې وروسته يادو جوماتونو ته ورپېژندل شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

افغان حاجیان دحج مناسکو د اداء کولو لپاره مِنیٰ ته روان شول

۸ذوالحجه ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۱۴جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دذوالحجې داتمې په مناسبت په مکه مکرمه کې مېشت ټول افغان حاجیان دخپلو معلمینو په ملتیا دعصري او مجهزو بسونو له لارې دمنیٰ په لور روان شول،ترڅو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

سه شنبه ۶ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۳جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد. . .

BACK TO NEWS