د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ارشاد او دعوت ریاست ته نوي رئیس او ددې وزارت دري آمریتونو ته نوي آمرین معرفي کړل.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۹:۳۶
معرفی ریس ارشاد دعوت

۱۴ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۱۴ ثور ۱۴۰۲ هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکم پر اساس محترم مولوي سید الرحمن بغلاني د ارشاد او دعوت رئیس، محترم مولوي محمدالله د نظارت او ارزیابي آمر، محترم مولوي امیر الله د حج ریاست د علمیاتي آمر او محترم مولوي امان الدین د عمرې او زیارت ریاست د علمیاتي آمر په توګه معرفې او په کار یې پیل وکړ. د یادو وکړو د معرفۍ په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دفتر مقام رئیس مولوي عبدالصبور فاروق د دوی فرمانونه ولوستل او د ورسپارل شویو دندو مبارکي وویله او په یادو دندو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه. په ورته وخت کې د ارشاد او دعوت رئیس او نویو ګمارل شویو آمرینو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې په ترڅ کې وویل، چې دغه څوکۍ یو امتیاز نه، بلکې یو مسؤلیت دی. د خدای ﷻ په فضل او د دې وزارت د ټولو مسؤلینو په همکارۍ، د خدمت په لاره کې هېڅ راز هلې ځلې او همکاري ونه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۰:۴
Background image

افغان حاجیان د عرفات په سپېڅلي میدان کې په عبادت بوخت دي

۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 عرفات: نن د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ د ذوالحجې نهمه  د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سلګونه زره مسلمانان د عرفات په سپېڅلي میدان کې راټول شوي دي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۴۹
Background image

افغان حاجیان دحج مناسکو د اداء کولو لپاره مِنیٰ ته روان شول

۸ذوالحجه ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۱۴جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دذوالحجې داتمې په مناسبت په مکه مکرمه کې مېشت ټول افغان حاجیان دخپلو معلمینو په ملتیا دعصري او مجهزو بسونو له لارې دمنیٰ په لور روان شول،ترڅو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۹:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خیمو څخه لیدنه وکړه

سه شنبه ۶ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۳جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد. . .

BACK TO NEWS