د شمال زون حاجیانو اتم کاروان نن د سعودی عرب د جدې هوایي ډګر څخه بلخ ولایت ته راورسېده
۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۴ هـ ق (۲۲ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) سږکال افغان حاجیانو په ډېره ارامه فضاء کې د حج مناسک په ښه توګه ترسره کړل او نن سهار ۳۰ : ۱۰ بجې په اتم پرواز کې، چې د بلخ، جوزجان، تخار او فاریاب ولایتونو شاوخوا (۳۳۸ ) تنه حاجیان وه، بلخ ولایت ته را ورسېدل. د يادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د کام اير هوايي شرکت ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړی په اساس ياد شرکت د (۸۹) الوتنو په ترڅ کې (۳۰) زره حاجیان د مرکز، کندهار، بلخ او هرات زونونو له لارې سعودي عربستان ته انتقال کړل. او له دې وروسته به هم یاد شرکت د افغانستان حاجیان په ترتیب سره هېواد ته راستانه