د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له مشر سره وکتل
سه شنبه ۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۵ ثور۱۴۰۳ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي رئیس پروفیسور دکتورعلي ارباش سره وکتل.
په دې کتنه کې د ترکیې د دیني چارو ادارې مشر دکتور ارباش د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر څخه د دعوت منلو او ترکیې ته د راتللو په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه: چې داسې غونډې د مختلفو هېوادونو په گډون سره اهمیت پیدا کوي ترڅو د اسلامي نړۍ د مهمو موضوعاتو په اړه علماء کرام د بحثونو ترڅنگ د شته ننگونو او مشکلاتو د حل په لارو چارو غور وکړي.
په کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له ښاغلي ارباش څخه د داسې لویو مهمو غونډو د جوړېدو له کبله خپله خوښې څرکنده کړه او په بریالتوب سره یې د دغه کنفرانس د پای ته رسیدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه : چې داسې مشورتي کنفرانسونه او غونډې د اسلامي هېوادونو ترمنځ ډېرې اړینې او مهمې دي.
په دغه ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنگ دواړو لوریو په مشترکو همکاریو، د دیني او علمي اړیکو په ټینګولو او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادله کولو سره هيله څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه به په دیني برخو کې خپلې همکاروي لا زیاتې او پراخې کړي.