حرمینو شریفینو ته د ټولو افغان حاجیانو د لیږد بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسیده

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۰:۴۰
اخرین پرواز

شنبه ۲ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

دغه الوتکه چې د افغانستان وروستي حاجيان پکې سپاره وو د کندهار له نړيوال هوايي ډگر څخه د جدې هوايي ډگر په لور الوتنه وکړه.

الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږکال په دې وتوانید چې د هېواد له پروازي زونونو (مرکز کابل، بلخ، هرات او کندهار) څخه د (۳۰) زره حاجیانو د لیږد بهیر د الوتنو له مهالوېش سره سم په ټاکلې موده کې بشپړ کړو او وروستۍ پرواز د کندهار له هوايي ډگر څخه سعودي عربستان ته ترسره شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتو ترمنځ د حاجیانو د لیږد او رالیږد د هوکړې لیک له مخې؛ يادو شرکتونو د ذوالقعدې له لومړۍ نېټې څخه د ذوالحجې تر دويمې نيټې پورې د (۹۴) الوتنو په ترڅ کې په مساوي توگه افغان حاجيان د مرکزي زون، کندهار، بلخ او هرات له لارې سعودي عربستان ته انتقال کړي دي.

دغه راز پورتني شرکتونه به هم د حج له مراسمو وروسته محترم حاجيان بیرته هېواد ته را ستانه کړي.

د يادونې وړ ده چې سږ کال د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت په سعودي عربستان (مدينې منورې او مکې مکرمې) کې ټول اړين سهولتونه لکه (سکن، غذا، روغتيايي کلينيکونه او مجهز ترانسپورټ) د افغان حاجیانو لپاره ترتیب شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS