د (۱۴۴۷ هـ ق) د کال د حج لپاره د افغانستان څخه تر سعودي عربستان  د (۳۰،۳۰۰) تنو حاجیانو د هوايي انتقال پروژه

bakhshi_admin
اعلان طیاره

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو هغه داوطلبانو څخه بلنه ورکوي چې د شرایطو درلودونکي وي، تر څو د داوطلبۍ په پروسه کـــــې برخه واخلي چې موخه یې د (۱۴۴۷ هـ ق) د کال د حج لپاره د افغانستان څخه تر سعودي عربستان  د (۳۰،۳۰۰) تنو حاجیانو د هوايي انتقال پروژه ده.داوطلبان کولای شي خپلې مهر شوې آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د امارت اسلامي افغانستان د عامه تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.

د شرطنامې د ترلاسه کولو پته: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست (شهرنو، د عصمت مسلم څلورلارې، د حج فرضي پخوانۍ ریاست ودانۍ) — د رسمي ساعتونو په ترڅ کې د سي ډي یا فلیش له لارې ترلاسه کېدای شي.

د آفرونو د پرانستلو وخت: د داوطلبانو د لارښود پاڼې د مندرجاتو سره سم ترسره کېږي. هغه آفرونه چې ناوخته ورسېږي یا د انټرنټ له لارې راولېږلی شي، د منلو وړ نه دي.د آفر تضمین: د آفر د تضمین اندازه (۶۴،۷۰۰،۰۰۰) څلور شپېته میلیونه او اووه سوه زره افغانۍ دی چې باید د بانکي تضمین په توګه وړاندې شي. د اهلیت شرایط د داوطلبۍ د معلوماتو پاڼې په مندرجاتو پورې تړلي دي.

یادونه:
که د شرطنامې او د داوطلبۍ د بلنې تر منځ کوم توپیر موجود وي، د شرطنامې متن د اعتبار وړ ګڼل کېږي

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه روغنیاتو، فلټرونو او د موټرو بیټریو تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټولو هغو وړ او په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د اړتیا وړ (۷۶) قلمه روغنیاتو، فلټرونو او د موټرو بیټریو تدارک پروژې په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د وسایطو او جنراتورونو لپاره د (۱۰۸۷) قلمه پرزو د تدارک پروژې د تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ټولو هغو وړ او په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د وسایطو او جنراتورونو لپاره د (۱۰۸۷) قلمه پرزو د تدارک پروژې د تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې په ۱۹مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو، خپلې (۵) عرادې داغمه وسایط د مؤظف هیئت په حضور کې لیلام ته وړاندې کړي.

یا . . .

Back to tenders