د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه د زاهد ارمغان ساختماني او سرک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (94587) ده او د شرکت پته یې د وزیرآباد د څلور قلعه چمندي سیمه، د عمومي سړک مقابل لوری ده، د ټولټال (5,635,263) پنځه میلیونه، شپږ سوه پنځه دېرش زره او دوه سوه درې شپېته افغانیو په بدل کې ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد او لاسلیک په معنی نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.
